معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د ۴۰ تنو په زړه سوري ماشومانو درملنه کیږي

کابل کې د ۴۰ تنو په زړه سوري ماشومانو درملنه کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۰ تنه نور ماشومان یې په کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر څه کم یوه کال کې یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳۹۲ ماشومان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د سوري زړه ناروغي په وروستیو کلونو کې په افغان ماشومانو کې ډېره شوې او په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې لسګونه ماشومان چې دا ناروغي یې لرله، د درملنې په هدف جرمني ته هم استول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس