له “سویډن” سره پرېکون؛ د سپکاوی مناسب ځواب!

د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې په سویډن کې د یوه عراقی الاصله وګړی له خوا د قرآن کریم د توهین او هغې ته د اور اچونې د غبرګون په توګه په افغانستان کې د سویډن اړوند د ټولو ادارو فعالیتونه و دروی.
د افغانستان حکومت د سه شنبې پر سهار په ټول افغانستان کې د سویډن هېواد اړوند ادارو او بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ او چارواکیو څرګنده کړې چې دا پرېکړه یې په سویډن کې قرآن‌کریم ته د توهین له امله کړې ده.
پدې تړاو د افغانستان حکومت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې دا هم ویل شوی دی چې تر څو سویډن د دې نادودې له کبله له مسلمانانو بښنه ونه غواړی په افغانستان کې به د سویډن هېواد هر ډول فعالیت درېدلی وی. همدارنګه په اعلامیه کې د افغانستان ټولې حکومتی ادارې مکلفې ګڼل شوی چې د یادې لارښوونې د عملی کېدو لپاره په عاجل ډول لاس په کار شی.
د افغانستان حکومت وروسته تر دې دا ډول جدی اقدام تر سره کړ چې په سټاکهولم کې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د “سلوان مومیکا” په نامه یوه ۳۷ کلن عراقی الاصله وګړی، قرآن کریم ته سپکاوی وکړ او بیا یې ځینې پاڼې وسوځولې.
په سویډن کې د یوه عراقی الاصله وګړی له خوا قرآن کریم ته سپکاوی او بیا د هغې پاڼو ته اور اچونه پرته له شکه نه وړه خبره وه او نه هم د هېرولو موضوع، د افغانستان په څېر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان د دغه پېښې له امله وځورېدل او دا کار یې وغندلو.
بل خوا دې ته هم باید پاملرنه وکړو چې دا لومړی ځل ندی چې د بیان آزادۍ تر نامه لاندی لویدیځوال د نړۍ د څه د پاسه یو نیم میلیارد مسلمانانو له احساساتو سره دا ډول لوبې کوی او د هغوی د زړه ځورونې او احساساتو د پارونې سبب کېږی.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو اروپایی ملکو کې همدا ډول پارونکی اقدامات شوی دی او د دې ډول هر اقدام سره نه یوازې د میلیونونو مسلمانانو زړونه ځورېدلی، بلکې په ګرده اسلامی نړۍ او آن په خپله په اروپایی ملکو کې مسلمانان د دې ډول کړنو د غندلو لپاره سړکونو ته راوتلی او د دې ډول کړنو غندنه یې کړې ده.
په ډېرو هېوادو کې څه تر دې مخکې او څه دا ځل مسلمانانو د متمدنو وحشیانو دا ډول غندلې او لارو او سړکونو ته په راوتلو سره یې خپل غبرګون پدې اړه ښودلی دی، خو په تأسف سره باید ووایو چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو اسلامی هېوادونو کې دې ته ورته د اسلامی مقدساتو د سپکاوی پر خلاف د مسلمانانو غبرګون احساساتی او له تاوتریخ والی ډک وو چې اکثره وخت یې زیان بېرته خپله مسلمانانو ته ور اوښتی دی.
که څه هم د ټولې نړۍ په کچه پیاوړو دینی عالمانو او مشرانو په وار وار له مسلمانو دا غوښتی چې د دې ډول پېښو په وړاندې غبرګون باید له احساساتو خالی، عقلانی او د دوی د کرغېړنو کړنو سره مناسب وی، خو د دې سره سره هم متأسفانه مونږ مسلمانانو اکثراً احساساتی او مؤقتی غبرګون ښودلی او ډېر وخت خو مو د دغه غبرګون ښودلو پر وخت، د کفارو او اروپایانو پر ځای خپل ځان ته زیان اړولی دی.
که یوازې په څو تېرو لسیزو کې چې امریکا ځان ته د نړۍ د بې تاجه پادشاه ګومان کړی ؤ او د نړۍ پر مسلمانانو یې د هر ډول تېری، ظلم او زیاتی بازار ګرم کړی ؤ، اسلامی مقدساتو ته د لویدیځوالو او کفارو د سپکاوی او مسلمان ځورونې پېښې وګورو نو له ورایه ښکاری چې اروپایی او امریکایی متمدنو وګړو!!!! په څومره ځېرکتیا سره د مسلمانانو له احساساتو سره لوبې کړی او بیا یې په څومره مهارت څخه د مسلمانانو له دغه احساساتی غبرګون څخه په خپله ګټه کار اخیستی دی!
دې ټولو ته په کتو باید دا هم هېر نه کړو چې د امریکا او لویدیځوالو دا ډول کړنې هسې تصادفی او د یوه تن یا یوه سازمان کار ندی، بلکې دا د یوه منظم او له وړاندې جوړ شوی پلان برخه ده چې په څه ډول باید مسلمانان احساساتی او بیا یې د خپل مکر او فریب په جال کې راګېر کړی.
سمه ده چې د ولسونو مظاهرې او غبرګونونه هم له ګټې خالی ندی او که نور څه نه وی کم تر کمه د لویدیځوالو د دې ډول مکاریو او شیطانتونو په وړاندې د هغوی وېښتیا څرګندوی اما د دې تر څنګ داسې اقدامات چې اغېز یې اوږد مهاله وی، غوره او پرځای اقدام ښکاری.
که د نړۍ نور مسلمان هېوادونه هم دا ډول پرېکړې وکړی او د دې تر څنګ د اسلامی نړۍ له خوا د هغه ملکونو چې اسلام او د مسلمانانو مقدساتو ته په سپکاوی کې لاس لری اقتصادی او سوداګریز بایکاټ هم وشی، پرته له شکه چې اغېز به یې خورا زیات او تر دې هم مناسب وی.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې لویدیځوالو او په تېره بیا هغو هېوادو ته چې د مسلمانانو په روحی او جسمی ځورونه کې لاس لری، ثابته کړو چې نور د دوی د زوال وخت را رسېدلی او دا ډول اقدامات هم د ځان کندن له اپلتو زیات بل څه ندی. پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.