کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د دغه ولایت د پوهنې ریاست له لوری د ۷۱۴ تنو دینی عالمانو څخه آزموینه واخیستل شوه.
د خبر پر بنسټ یاد عالمان به دغه آزموینه کې تر بریالی کېدا وروسته د هلمند ولایت د شمالی او جنوبی ولسوالیو ۱۶۹ هغو مدارسو ته د استادانو په توګه ور وپېژندل شی، چې د پوهنې وزارت له خوا یې منظوری شوې ده.
مسوولین وایی، هغه استادان چې آزموینه کې بریالی شی، ډېر ژر به یې د ګمارنې لړۍ پیل شی.
مسوولین ټینګار کوی، چې د آزموینې اخیستنې دا پروسه پوره شفافه او له درغلیو څخه خلاصه وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ