کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې یو شمېر متقاعدین وایی، مالیې وزارت د دوی د تېرو څه باندې دوو کلونو د معاشونو له ورکړې د ډډې کولو لپاره نوې پلمې جوړې کړې دی.
دغه متقاعدین چې مالیې وزارت ته له تګ وروسته یې معاشاتو ورکړې په اړه کوم مثبت خبر نه و ترلاسه کړی وایی، نه پوهیږی چېرې د خپلو تېرو څه باندې دوو کلونو معاشونو پسې لاړ شی.
دوی تېره ورځ د مالیې وزارت مخې ته راټول شوی وو ویلی، په وار – وار یې د سرپرست حکومت له چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړی، خو چا یې د ستونزو حل ته پام نه دی کړی. خو د مالیې وزارت ویاند عبدالولی حقمل د روان لمریز کال په پیل کې ویلی وو، چې د تقاعد شویو د معاشونو د ورکړې طرحه د دوی د حکومت د رهبرۍ له خوا نه ده توشېح شوې.
د دوی په خبره کله چې طرحه توشېح شی، مالیې وزارت به د هغې مطابق اقدام وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ