کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ایران سره د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداگریزو توکو انتقالات پیل شول.
د اوسپنې پټلۍ اداره وایی، له ایران سره د انتقالاتو پیل نه یوازې دواړو هېوادونو، بلکې سیمې ته یې هم اقتصادی گټه رسیږی.
هرات کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ایرانی استازی ویلی، هېواد یې په ټول توان چمتو دی، چې له افغانستان سره د زیربناوو په ځانگړې توگه د اوسپنې پټلۍ پروژو په پلی کولو او پراختیا ورکولو کې مرسته وکړی.
د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلی، چې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بیا پیل د هېواد اقتصادی پرمختګ لپاره ګټور ګام دی.
نوموړی زیاته کړې، چې د دې کړنې ګټه به د افغانستان ټولو خلکو ته ورسېږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ