له پاکستانه تېرو دریو ورځو کې څه باندې ۵ سوه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان هېواد څخه په تېرو دریو ورځو کې څه باندې ۵ سوه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی دی.
د خبر پر بنسټ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې دغه ۵۵۷ کډوال له تېرې شنبې تر سې شنبې ورځې پورې د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شوی دی.
دغه وزارت وایی، یاد کډوال چې په ټوله کې ۹۴ کورنۍ کیږی، د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوی دی.
مسوولینو ویلی، چې هر راستنېدونکی ته د خوراکی توکو یوه بسته ورکړل شوې ده.
دوی دا نه دی ویلی، چې دغه افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوی او که په جبری ډول له هغه هېواده ایستل شوی دی.
وروستیو کې په پاکستان کې افغانان د پاکستانی پولیسو له‌خوا په بېلابېلو پلمو نیول کیږی او ترڅنګ یې پاکستانی حکومت د ډېرو هغو افغانانو ویزې نه‌ تمدیدوی، چې هلته یې د ویزو موده پای ته رسېدلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.