امریکا پر ترکیې ۱۶ جنګی الوتکې پلوری

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د خارجی رسنیو د خبر له مخې د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلی، چې د امریکا حکومت د کانګرېس په مشوره پر ترکیې، ایف ۱۶ جنګی الوتکې پلوری.
د خبر پر بنسټ امریکا دا پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې ترکیې په ناټو تړون کې د سوېډن له غړیتوب سره موافقه وکړه. ترکیه، چې په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب اصلی خنډ و، د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې له امریکا وغوښتل چې د شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت نورې ایف۱۶ الوتکې او دغه راز د الوتکو پرزې پرې وپلوری.
سلیوان په لېتوانیا کې د ناټو د سرمشریزې تر پیلېدو مخکې وویل، ولسمشر بایډن پر ترکیې د الوتکو له پلورلو سره موافقه کړې، او هېڅ شرط یې ورته نه دی ایښی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.