کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په کراچۍ سیمه کې د ځایی سرتېرو د ګزمې پر موټر موټر سایکل بم چاودنه شوې ده.
دغو رسنیو زیاته کړې، چې دغه چاودنه کې درې تنه سرتیری ژوربل شوی دی.
ځایی مسوولینو دغو رسنیو سره خبرو کې ویلی، د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوی، چې روغتیایی وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نۀ دی اخیستی، خو تېر کې دغه ډول بریدونه د تحریـ.ـک طـ.ـالـ.ـبان پاکستان د غړو له لوری ترسره شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ