زرنج ښار کې د ځایی صرافانو په مالی لګښت د ۶ لکه ۸۰ زره افغانیو په ارزښت یوه فلکه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نیمروز ولایت زرنج ښاروالۍ چارواکو ویلی، چې په زرنج ښار کې د صرافانو د اتحادیې په مالی مرستې سره د صرافانو د چوک کار د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.
د زرنج ښاروالۍ ویلی، د صرافانو د اتحادیې په مالی مرستې د صرافانو څلورلارې فلکه د ښار د ښکلا په موخه د ۶۸۰ زره افغانیو په ارزښت جوړیږی.
یاده فلکه چې ۶ متره لوړوالى، ۲.۵ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره پلنوالی لری، چارې به یې د دوه اونیو په موده کې بشپړې شی.
د نیمروز د صرافانو د اتحادیې مسوول نوراحمد نورزی په دغو مراسمو کې ویلی، چې د دې ولایت صرافانو د خپلې همکارۍ د څرګندولو او د ښار په ښکلا کې د ګډون په موخه پرېکړه وکړه، چې د یادې فلکې مالی لګښت په غاړه واخلی.
دوی مسوولینو ته په ورته نورو برخو کې هم د مالی همکارۍ ډاډ ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.