د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په دوو جلاوو پېښو کې ۱۲ سرتېری وژل شوی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې تېره ورځ د بلوچستان په ژوب کې د وسلوالو له لوری پر یوه پوځی مرکز د برید په ګډون یاده سیمه کې د نښتو په پایله کې ۱۲ پاکستانی سرتېری وژل شوی دی.
رسنیو د ځایی چارواکو له قوله ویلی، چې ژوب کې پر پوځی مرکز د وسلوالو په برید او له هغې وروسته نښتو کې نهه سرتېری وژل شوی دی.
رسنیو د پاکستانی پوځ په حواله یوه بله پېښه کې د دریو نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دوی ویلی، چې دغه درې نور سرتیری د دغه ایالت سوی ولسوالۍ کې پر درنو وسلو سمبالو وسلوالو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.
پاکستانی پوځ د شپې ناوخته خبر ورکړ، چې ژوب کې پر پوځی مرکز د وسلوالو له برید وروسته یې چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل او ټول پنځه بریدګر په ځوابی ډزو کې ووژل شول.
د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې نوې جوړې شوې ډلې په ژوب کې د برید مسوولیت اخیستی او په یوه بیان کې یې ویلی، چې د هغو وسلوالو تصویرونه او ویډیوګانې به خپرې کړې، چې په دغه برید کې یې برخه درلوده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.