تېره اونۍ افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۹ تنه مړه او ۵۴ نور پرې اخته شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، تېره اونۍ په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۹ کسان مړه او ۵۴ نور پرې اخته شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ساری ناروغیو د خپرېدو وضعیت په اړه د راپور په خپرولو سره ویلی، چې تېره اونۍ ګانګو ناروغۍ په دغه هېواد کې ۹ کسان مړه او ۵۴ نور یې اخته کړی دی.
په راپور کې راغلی، چې د نویو ثبت شویو پېښو په ګډون د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ټولټال د کانګو یا وینې بهېدونکې تبې ۴۹۴ پېښې ثبتې شوې دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې زیاته شوې، چې د روان زېږدیز کال د پیل راهیسې د کانګو ناروغۍ د مړینې شمېرې ۴۷ ته رسیږی، چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.