اطلاعاتو ته د لاس رسی حق
څېړندوی عبدالصبور مبارز، د علومو اکاډمۍ علمی غړی
د فرانسې د ۱۷۸۹میلادی کال د بشـر حقونو او ښاریانو د اعلامیې ۱۶مه ماده وایی: “په هره هغه ټولنه کې چې د افرادو حقونه نه وی تضمین شوی، هغه ټولنه هېڅ اساسی قانون نه لری.” (۱)
د اسلام تر مبارک دین را وروسته د لومړی ځل لپاره د افرادو اساسی حقونه د اروپا د تیارې دورې (Dark ages) څخه وروسته مطرح شول. کله چې په اروپا کې د فیوډالیزم او مسیحی کلیسا واکمنی وه، نو د هغوی د ظلمونو څخه خلک په تنګ شول او د دغه دوه نظامونو په مقابل کې یې پاڅون وکړ، پاڅون بریالی شو او دغه دوه نظامونه له منځه لاړل. له خلکو سره دا فکر پیدا شو چې باید موږ اوس داسې یو نظام رامنځته کړو چې زموږ په لاس او زموږ په خوښه وی او بیا د واکمن لپاره یو داسې قانون رامنځته کړو چې له یوې خوا د هغه واکونه پکې محدود شوی وی او له بلې خوا زموږ حقونه پکې تضمین شوی وی او هماغه وو چې دوی د لومړی ځل لپاره اساسی قانون رامنځته کړ.
حقوق پوهانو د افرادو د اساسی حقونو د لاسته راوړلو او رامنځته کېدلو درې نسلونه یاد کړی دی:
- د حقونو د لاسته راوړلو لومړنی نسل د فرانسې د انقلاب (۱۷۸۹م) څخه پیلیږی، د فرانسې د انقلاب پرمهال د لومړی ځل لپاره د فرانسې د بشـری حقونو او ښاریانو اعلامیه رامنځته شوه چې په دې اعلامیه کې د لومړی ځل لپاره د افرادو اساسی حقونه ومنل شول. دا حقونه اکثره فردی حقونه وو چې په مدنی او سیاسی حقونو راڅرخېدل.
- دویم نسل تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ځینې حقونو لاسته راوړنکی شول. په دې دوره کې پر فردی حقونو سربیره د ځینو ټولنیزو حقونو او د دولت څخه د غوښتنې حقونه (Les Droits creances sur I Etat) هم رامنځته شول.
- درېیم نسل د ۱۹۷۰میلادی کال څخه وروسته د ځینو حقونو لاسته راوړنکی شول. په دې دوره کې ځینې مهم حقونه چې نوی لاسته راغلل په دې ډول وو: د سولې حق، د پراختیا حق، د چاپېریال ساتنې حق، د بشـردوستانه مرستو د لاسته راوړلو حق، د اړیکو حق، اطلاعاتو ته د لاس رسۍ حق او داسې نور…. چې تر ډېره په عمومی بین المللی حقونو پورې اړه لری. (۲)
د پورتنی بحث څخه وروسته دې پایلې ته رسېږو چې اطلاعاتو ته د لاس رسی حق یو له هغو حقونو څخه دی چې درېیم نسل ترلاسه کړی دی او یا دا چې هغه حق دی چې د ۱۹۷۰میلادی لسیزې څخه وروسته د هېوادونو په اساسی قوانینو کې ځای پر ځای شوی دی.
د اطلاعاتو د آزادۍ اصطلاح د لومړی ځل لپاره د امریکا په متحده ایالاتو کې منځته راغلې ده. (۳) اطلاعاتو ته د لاس رسی حق معنی دا ده چې د یوه هېواد وګړی کولای شی چې ټولو هغو اطلاعاتو ته لاس رسی پیداکړی چې د دولت په عمومی ارګانونو پورې اړه ولری. (۴)
اطلاعاتو ته د لاس رسۍ حق د اتباعو د اساسی حقونو له جملې څخه ګڼل کېږی، په دې معنی چې اتباع کولای شی له دولت سره د شته معلوماتو څخه اطلاع ترلاسه کړی، د دولتی ادارو د کارونو، مصارفو، راپورونو او فعالیتونو څخه خبر شی، دا حق له دې امله اهمیت لری چې له یوې خوا اتباع کولای شی د دولت په کړنو نظارت وکړی او یا هم ځینی هغه مهم معلومات چې دوی ورته اړتیا لری ترلاسه کړی، او له بلې خوا دولت دې ته اړ کوی تر څو کار وکړی، ځکه له هغوی سره به همېشه دا وېره وی چې هسې نه څوک ترې اطلاعات په دې برخه کې وغواړی، نو دا حق ولس ته فرصت ورکوی تر څو د دولت کړنې تر څارنې لاندې ونیسی.
دولت د اطلاعاتو او معلوماتو مالک نه، بلکې امانت دار دی. په دې معنی چې معلومات د ولس حق او د یو امانت په ډول له حکومت سره پراته دی، هر وخت چې ولس وغواړی باید دغه امانت ته لاس رسی پېدا کړی. (۵)
د فرانسې په اساسی قانون کې دې حق ته (اداری اسنادو ته د لاس رسۍ آزادی) ویل کېږی. د کاناډا په اساسی قانون کې ورته (اطلاعاتو ته لاس رسی) اصطلاح استعمالېږی. (۶) او زموږ د هېواد د اساسی قانون د پنځوسمې مادې په درېیمه فقره کې ورته (اطلاعاتو ته د لاس رسۍ حق) اصطلاح استعمال شوې ده. (۷)
په دیموکراتیکو ټولنو کې وګړی په حکومت باور کوی تر څو اطلاعات د هغوی په ګټه برابر او راټول کړی. معلوماتو ته د لاس رسۍ حق د بیان د آزادۍ له حق سره هم تړاو لری.
د ټولیزو رسنیو قانون په پنځمه ماده کې هم دغه حق منل شوی دی، دا ماده وایی: (هر شخص حق لری، معلومات وغواړی او ترلاسه یې کړی. دولت د هېواد د اتباعو له غوښتنې سره سم، هغه معلومات چې غوښتل کېږی، برابروی، خو که چېرې غوښتل شوی معلومات محرم راز وی، افشاء کول یې د هېواد امنیت، ملی ګټې او ځمکنۍ بشپړتیا په خطر کې واچوی او یا د نورو حقونو ته زیان ورسوی) (۸)
اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د حق محدودیتونه:
د اساسی قانون د پنځوسمې مادې په درېیمه فقره کې، اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د حق په اړه یواځې دوه قیدونه ذکر شوی دی، یو دا چې د نورو حقونو ته پکې زیان ونه رسېږی او دوهم دا چې عامه امنیت ترې متضـرر نشـی، دلته ځینې موارد یادوو، چې په دې مواردو کې یو چا ته اطلاعات نشـی ورکول کېدای او لامل یې هم دادی چې یا ترې د خلکو حقونه متضرر کېږی او یا هم ترې امنیت ته زیان رسېږی:
۱ـ حساس او مهم مسایل:
په دولتی سطحه ځینې داسې حساس او مهم مسایل شته چې که چېرې هغې ته عام خلک لاس رسی پیداکړی، نو کېدای شی امنیت ته ترې زیان ورسېږی، لکه: د ملی امنیت پورې مربوط ستراتیژیک پلان او ځینې معلومات، نظامی ستراتیژیک پلان او ورپورې تړلی ځینې معلومات، ځینې وخت دولت نه غواړی چې ځینې سیاسی او اقتصادی برنامې هم له خلکو سره شریکې کړی او علت یې هم همدا وی چې هسې نه د یادو برنامو د له منځه وړلو لپاره څوک اقدام وکړی او امنیت ترې زیانمن شی.
۲ـ سری او پټې محاکمې:
رسنۍ او ژورنالیستان د هغو محاکمو او یا محاکماتی جلسو په اړه چې سری اعلان شوی دی، نشـی کولی چې معلومات او اطلاعات ترلاسه کړی، او که احیاناً ترلاسه یې هم کړی د خپرولو اجازه یې نه لری.
لکه: د اطفالو او کوچنیانو د محاکمې پرېکړې چې قانوناً د هغې خپرول په ځینو دلایلو منعه دی. چې په اړه یې د کوچنیانو او اطفالو د تخلفاتو د قانون ۳۲مه ماده ۲ فقره داسې صراحت لری: (د اطفالو او کوچنیانو د محاکماتی جلسو جریان، د شاهدانو د شهادت او د اهل خبره د نظر خپرول او نشـرول په ټولنیزو رسنیو کی قانوناً جواز نه لری).(۹)
په همدې ډول د اخلاقی جرایمو د محاکماتی جلسو د جریان نشـرول هم جواز نه لری، د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالی د مخنیوی قانون ۱۹مه ماده د جنسـی تېری د مجنی علیه د هویت د ثبت او نشـر په اړه دا ډول صراحت لری: (هغه شخص چې د جنسـی تېری او فحشا ته د مجبورې شوې مجنې علیه هویت ثبت کړی یا یې له قانونی دلیل پرته افشاه او یایې تصویر خپور کړی، داسې چې د هغې ښځې شخصیت ته صدمه ورسوی، مرتکب په متوسط حبس چې د درې کالو څخه کم نه وی محکومیږی).(۱۰)
۳- د ځینو عادی محا کمو جریان:
سره له دې چې د محاکماتی جلسو جریان د قانون پر بنسټ علنی او ښکاره ښودل شوی دی، اما په ځینو ځانګړو حالاتو کې ممکن په ځینو ملحوظاتو، محاکم خپلې جلسې سری او پټې اعلان کړی، لکه: عامه نظم ته د زیان په صورت کې او یا هم په کورنۍ پورې اړونده موضوعاتو کې، نو په دې صورت کې هم رسنۍ او ژورنالیستان نشی کولی چې په دې اړه معلومات او اطلاعات راټول او بیا یې نشر ته وسپاری.
۴ـ پارلمانی جلسې:
د پارلمانی جلسو د جریان د نشـرولو په اړه د معلوماتو او اطلاعاتو په راټولولو کې هم ځینې وختونه محدودیتونه رامنځته کېږی، خصوصاً په هغو مواردو کې چې پارلمان ځینې جلسې په ځینو دلایلو سری اعلان کړی، نو په اړه یې معلومات او اطلاعات راټولول او یایې د جریان نشرول او خپرول جواز نلری.
۵ـ دیپلوماتیکی موضوعات:
د دیپلوماتیکی معلوماتو او اطلاعاتو د خپرولو په اړه هم ځینې وخت ستونزې رامنځ ته کېږی، چې معمولاً دا ډول موضوعاتو ته د لاس رسۍ په اړه معیار او وخت ټاکل کېږی، لکه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه میعاد ۳۰ کاله ټاکلی دی، یعنې رسنۍ او ژورنالیستان تر ۳۰ کالو پورې نشـی کولی چې دیپلوماتیکی معلومات تر لاسه او خپاره یې کړی.
مأخذونه
۱- لاهیجی، بیژن عباسی. مبانی حقوق اساسی، انتشارات جنګل: تهران، ۱۳۹۳ هـ.ش، مخ. ۳۰۳.
۲- مخکینی مأخذ، مخ. ۳۰۴.
۳ـ نیاز، عبدالوحید. مقدمه یی بر حقوق اساسی جمهوری اسلامی افغانستان، انتشارات سعید: کابل، ۱۳۹۳ هـ.ش، مخ. ۱۶۸.
۴ـ مخکینی مأخذ، مخ. ۱۶۸.
۵ ـ مبارز، عبدالصبور. د اساسی قانون تحلیل او شننه، سلام خپرندویه ټولنه: جلال آباد، ۱۳۹۶ هـ.ش، مخ. ۵۵۴.
۶ـ مقدمه یی بر حقوق اساسی جمهوری اسلامی افغانستان، مخکینی مأخذ، مخ. ۱۶۸.
۷ـ د افغانستان اسلامی جمهوریت، مجموعه قوانین اساسی افغانستان، د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت اساسی قانون (۱۳۸۲ هـ.ش)، عدلیې وزارت: کابل، ۱۳۹۲ هـ.ش، ۵۰ ماده، درېیمه فقره.
۸ـ د افغانستان اسلامی جمهوری دولت، د ټولیزو رسنیو قانون، عدلیې وزارت: کابل، ۱۳۸۴ هـ.ش، ۵ ماده.
۹ـ د افغانستان اسلامی جمهوری دولت، د کوچنیانو تخلفاتو ته د رسیدګۍ قانون، عدلیې وزارت: کابل، ۳۲ مه ماده، دوهمه فقره.
۱۰- د افغانستان اسلامی جمهوری دولت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د منع قانون، عدلیې وزارت: کابل، ۱۹مه ماده.
۱۱- شمس، شمس الهدی، اطلاعاتو ته د لاس رسۍ حق او محدودیتونه یې، ناچاپ علمی مقاله.
گهیځ