له پاکستانه افغانستان ته په وارداتو کې کموالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وایی، له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی دی.
د دې خونې رییس د صادراتو په کچه کې د کموالی لاملونه بانکی او ټرانسپورټی ستونزې، په هېواد کې د پېر او پلور بازار پیکه کېدل، د ویزې په برخه کې ستونزې او په پاکستان کې منفی مالی ناورین بولی.
له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاکستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکوی. دغه وزارت وایی، د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۰۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکی پاکستان ته صادر شوی دی.
د دې وزارت په وینا، پاکستان ته تر ډېره تازه مېوې، غالۍ، پنبه او د ډبرو سکاره صادر شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.