کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی، چې افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شی.
نوموړی زیاته کړې، افغانستان باید له یوه وارداتی هېواده پر صادراتی هېواد بدل شی.
د کرنې وزارت سرپرست زیاتوی، د وچکالۍ د مخنیوی په موخه دغه وزارت هڅې کوی چې اوبه په سمه توګه مدیریت کړی. سرپرست وزیر ټینګار کوی، چې وار له مخه پر کرنیزو ځمکو د مراکشی ملخانو د یرغل مخنیوی کړی دی.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلی وو، چې د دوامدارې وچکالۍ او پر کروندو د ملخانو د یرغل له امله به په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د غنمو د محصولاتو کچه له ۳۰ تر ۳۵ سلنې را ټیټه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ