ملګری ملتونه په نړۍ کې د بې ځایه شویو افغانانو شمېر له نهو میلیونو زیات ګڼی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالی کمیشنرۍ (یو این ایچ سی ار) وایی چې افغانان د نړۍ د کډوالو یوه لویه برخه جوړوی.
دغه ادارې ویلی د هغه افغانانو شمېر چې په زور او جبر کډې کولو ته اړ شوی دی، نهه میلیون تنو ته رسېږی او درې اعشاریه ۲۵ میلیونه نور افغانان په خپل هیواد کې دننه له خپلو مېنو بې ځایه شوی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان نړیوالې ادارې ویلی دی چې دا مهال ۲۹۵ زرو افغانانو د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه ورکړی دی.
دا پداسې حال کې چې په کابل کې د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په دې وروستیو کې له خلکو او په ځانګړی ډول له ځوانانو غوښتی چې د کډوالۍ ژوند ته دې زړه نه ښه کوی.
بهرنیو ملکونو ته تلونکې ځینی افغان ځوانان وایی چې بې کارۍ او اقتصادی ستونزو اړ کړی څو د مرګ په بیه نورو ملکو ته د سفر اراده وکړی خو یو شمیر نور افغانان د نجونو پر زده کړو د بندیز په څېر ستونزې ګاونډیو یا لیرې هېوادونو ته کوچېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ ویلی، دوه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ او مجبوریت ژوند تېروی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.