کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونیسف ادارې په مالی لګښت په مرکز مېدان ښار، نرخ، جلریز، سېدآباد، چک او جغتو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو په برخه کې د ۱۸ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ په یادو پروژو کې د ۱۰ نیمګړیو پروژو ترمیمات او د پاتې ۸ پروژو په اساسی بڼه رغول شامل دی، چې د یادو دوو ادارو د انجنیری خدمتونو برخو تر بشپړ تخنیکی نظارت لاندې په شاوخوا څلور میاشتو کې رغول کیږی، چې په پایله کې به یې ۳ زره ۱۱۱ کورنیو، د دوو ښوونځیو ۱ زر ۳۰ زده کوونکو، د یوه روغتیایی مرکز ۲۴۲ کارکوونکو او مراجعینو ته پاکې او صحی اوبه برابرې شی.
د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو د پلې کولو پر مهال به د سیمې لسګونه تنو فنی او غیر فنی کاریګرو ته ۳۵زره ۴۸۷ کاری ورځې هم رامنځته شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ