کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ګردیز ـ کابل لویې لارې اړوند تېری کوتل سیمه کې د افغانستان د صرافانو ملی اتحادیې رییس الحاج محمد میرزا کټوازی له لوری د درې نیم سوه زرو امریکایی ډالرو په ارزښت یو مسجد جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
سوداګر محمد میرزا ګټوازی د دې مسجد ګټې اخیستنې پر مهال وویل هڅه مو دا ده، چې په همدې سیمه کې د هېواد په کچه تفریحی پارک، د ښځینه وو لپاره مسجد او د مجهز هوټل جوړولو چارې پیل کړو.
هغه د افغانستان په نورو ملی سوداګرو هم غږ وکړ، څو په ګډه د هېواد په آبادۍ کې ورته خپل رول ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ