کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۴۸ پایې سولری څراغونو نصبیږی.
د خبر پر بنسټ د دغو څراغونو د نصب پرانیسته تېره ورځ ترسره شوه.
مسوولین وایی، چې یاد څراغونه په وېش بازار کې د ملګرو ملتونو د هبیتات (UN-HAPBITAT) موسسې په مالی لګښت نصبیږی.
د سپین بولدک ښاروال د یادې موسسې له مسوولینو مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې په دې سره به د خلکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شی.
یاد څراغونه په لومړی فاز کې ۴۸ پایې د وېش د ګمرک څخه تر باى پاس پورې د ۱۴ سوه ۴۸ متره په اوږدوالی نصبیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ