کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سټنډرډ ملی ادارې ترکمنستان هېواد ته د لس ټانکره بې کېفیته ګازو د بېرته مسترد کېدو خبر ورکړی دی.
د خبر پر بنسټ یادې ادارې ویلی، دغو ټاکرونو کې ګاز د دې ادارې له سټنډرډونو سره مطابقت نه درلود، چې د هرات ولایت تور غونډۍ بندر کې بېرته ترکمنستان ته مسترد شوی دی.
د سټنډرډ ملی ادارې ویلی، چې په دې وروستیو کې یې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو او ګازو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
د سټنډرډ ملی ادارې له ټولو سوداګرو غوښتی، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه له ورته قانونی چلند سره به مخ شی.
د یادونې وړ ده چې تازه د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون پرانیست غونډه کې ویلی، چې افغانستان د بې کېفیته توکو مارکېټ نه دی او نور به هېڅکله افغانستان ته بې کېفیته سوداګریز توکی وارد نه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ