کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف څخه یوې خصوصی کارخونې له افغانستانه د لومړی ځل لپاره قزاقستان ته د ۱٫۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځوس ټنه ګازلرونکی څښاک صادر کړل.
د خبر پر بنسټ دغه صادرات د نور قادری تولیدی کارخونې له لوری ترسره شول.
د یادې کارخونې.رییس ویلی، هڅه کوی چې دغه ډول نور افغانی تولیدی محصولات هم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړی.
افغانستان بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو په پرتله ډېر واردات لری، د مسوولینو په وینا دې وروستیو کې د صادراتو په برخه کې هم د پام وړ ښه والی راغلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ