زموږ د پنځګر او کره کتونکی اړیکې ولې خرابې دی؟
ګل رحمن رحمانی، د بغلان پوهنتون استاذ
د مولوی احمد په ګنج پښتو کې یو حکایت داسې دی: بوډۍ ښځه د بام په سر په څه کار بوخته وه، په همدې وخت کې یو وزر ماتی شاهین راغی او د بام بوټۍ پر څنډه کېناست، ستړی ؤ، د الوت توان یې نه درلود. په همدې وخت کې بوډۍ غلې ورځی، د پاسنۍ راتاو مښوکې او اوږدو نوکانو په لیدو یې حیرانېږی، له ځان سره وایی: ځار ځار، ته دې مښوکې او نوکانو ته وګوره څومره لوی شوی، له دې سره به څنګه خواړه خورې او څنګه به تګ کوې! همغه شېبه یو څه راوړی او د شاهین نوکان او د پاسنۍ مښوکې تېره څوکه ورباندې پرې کوی. بوډۍ خپل دې کار ته د خیر ښېګڼې او مرستې په سترګه ګوری، فکر کوی چې له شاهین سره یې مرسته کړې، خو له دې ناخبره وی چې اصلا همدا دوه شیان (تېره مښوکه او تېرې پنجې) د هغې د ښکار یا روزی پیدا کولو وسیلې دی او هغه د مات وزر درملنې ته اړتیا لری.
زه چې کله د ادبی کره کتنې سره د نا مسلکی کره کتونکو چلند ته ګورم، تل مې همدا مثال سترګو ته درېږی. ادبی کره کتنه د ادبی او هنری اثارو د ارزونې وسیله ده او کره کتونکی دا مسؤولیت لری چې د خپلې پوهې او مسلک په رڼا کې د اثارو ښې او بدې یا کره او ناکره خواوې لوستونکی ته څرګندې کړې، ځکه چې د اثر د پنځونکی او مخاطب پوهه تل یو ډول نه وی، لیدلوری او زاویې یې هم یو له بل سره توپیر لری، ددې توپیرونو پیدا کول او سپړل د کره کتونکی د کار یو مهم اړخ جوړوی.
په نورو ټولنو کې کره کتونکی خپل مقام لری، نظریاتو او پوهې ته یې یوازې درناوی نه کېږی، بلکې په راتلونکو اثارو کې عملی بڼه هم ورکوی او د اثر مثبتې خواوې ورباندې پیاوړې کېږی، ددې تر څنګ تر ټولو وړاندې د اثر پنځونکی د هغه منندوی وی چې اثر ته یې د ارزونې او کتنې لپاره وخت ورکړ او لوستونکو ته یې د اثر ارزښت او لارښود ور په ګوته کړ. ښایی همدا لامل هم وی چې عام لوستونکی کره کتنې ته د حکم تر کچې درناوی لری، د پنځګرو له ډلې هم تر ټولو بختور هغه وی چې اثار یې د کره کتونکو د پاملرنې او نقد وړ وګرځی.
د کره کتونکی مثبت او علمی نظر ډېر ځله د کتاب ارزښت هم څو چنده زیات کړی، ښایی همدا لامل به وی چې پنځګر پر کره کتونکی باور لری، خو دا موضوع ولې زموږ په ټولنه کې تر ډېره برعکس ده؟ ولې پنځګر او کره کتونکی یو بل ته په کمین کې ناست دی او یو پر بل باور نه لری؟
زموږ په ادبی چاپېریال کې به ددې ستونزې لاملونه ډېر وی چې زه یې دلته څو مهمو ته لنډه اشاره کوم:
- کره کتونکی داسې یو شخص دی چې باید پوهه یې له پنځګر څخه اوچته او د ادبیاتو په اړه د پوره پوهې او علمی صلاحیت خاوند وی، خو له بده مرغه چې زموږ یو شمېر کره کتونکی د کره کتنې لپاره کافی او مسلکی پوهه نه لری، ثابت نظر ورسره نه وی او یوازې د تیوری او انتقاد په تولید کې تکړه دی.
- کره کتونکی د ادبی اثر محتوا ته په بشپړ ډول نه ورننوځی، اثر د نورو له سترګو ګوری او بیا ورسره له اثر نه خپله ابتدایی یا سرسری اخیستنه یو ځای کوی، په داسې حال کې چې د کره کتونکی ستر مسؤولیت دا دی چې اثر په بشپړ ډول پاڼه پر پاڼه وګوری او د پټو سترګو ارزونه ونه کړی.
- زموږ اکثره کتابونه له چاپ وړاندې کره کتنې ته نه وړاندې کېږی، هغه مقدمې یا تقریظونه چې لیکوال یې ورباندې راوړی، هم تر ډېره فرمایشی او د لیکوال له ستاینو ډک دی. کله چې کتاب له چاپ وروسته نقد شی، نو طبیعی ده چې نه اثر ته ګټه لری او نه یې د پنځګر سره د منلو حوصله او زغم وی.
- کره کتونکی تر ډېره پورې د علمی معیارونو په اساس پرېکړه نه کوی، له تبعیض او تعصب نه کار اخلی، د لیکوال له فکر، شخصیت او نورو ځانګړنو سره اثر ته تړاو ورکوی او بې پرې ارزونه ترې پاتې وی، همدا لامل دی چې کره کتونکی اعتبار او معیار بایلی، د یوه بې پرې او عالم حیثیت نه شی خپلولی.
- زموږ په ادبی بهیرونو کې لا هم د نقد او انتقاد تر منځ توپیر نه دی شوی، کله چې نقد وایو نو مانا یې په ټوله مانا د اصولو او معیارونو له مخې د اثر ارزونه ده چې خامیو ته د پخېدو بدیلونه هم وړاندې کېږی، یوه ذوقی موضوع نه ده، هر څوک یې نه شی کولای، خو انتقاد د عوامو ځانګړنه ده، هر څوک کولای شی انتقاد وکړی، په انتقاد کې د سمون بدیل نه وړاندې کېږی. لنډه دا چې انتقاد هر څوک کولای شی، خو نقد هر څوک نه شی کولای.
- د ادبی ژانرونو یا په ټوله کې د ادبیاتو په بېلابېلو برخو کې تخصص ته هم سخته اړتیا ده، خو له بده مرغه چې زموږ کره کتونکی په نږدې ټولو نظمی او نثری ژانرونو، د کره کتنې په بېلابېلو مکتبونو او اصولو کې ځان ته استاذ وایی او خپل نظر ورته د کاڼی کرښه ښکاری.
- زموږ د کره کتنې اوسنی بهیر تر ډېره منفی پال او عیب لټوونکی دی، یو اثر که چېرته اتیا سلنه ښېګڼې ولری او شل یې بدۍ وی، نو له ښېګڼو یې تېر دی او پر منفی خواوو یې ژور بحثونه کوی، د مثبتو خواوو یا ښېګڼو تشرېح او په کې د پنځګر مهارت یې هېر وی، نو طبیعی ده چې د لیکوال زړه ماتېږی.
- لکه څنګه چې موږ په ټولنیز لحاظ سره وېشلی یوو، په ډلو او مفکورو پسې ځو، کره کتونکی مو هم ډېر ځله، د ادبی اثر پر ځای د کره کتونکی د فکر، شخصیت، دریځ او حتی په بېلابېلو ادبی بهیرونو او ټولنو کې د غړیتوب، د کره کتونکی له مخالفو ادیبانو سره ناسته پاسته یا اړیکې او یا ورته نورې عقدې پالی، د علمی پر ځای انتقامی کره کتنه کوی.
- دا هم باید هېره نه کړو چې ستونزه یوازې په کره کتونکی کې نه ده، پنځګر هم په دې برخه کې ځینې ملامتۍ لری چې یوه تر ټولو معمولی یې د خپلو خامیو او ماتو نه منل یا خپل اثر ته د بشپړ او نهایی اثر په سترګه کتل دی. په داسې حال کې چې کامل او شامل یوازې قرآنکریم دی.
- پنځګر زغم او حوصله نه لری، لا هم په بشپړ ډول دې ته تیار نه وی چې د خپل اثر عیبونه ورته په ګوته شی، ځکه خو ځینې ادیبان کله کله وایی چې اثار یې د اولادونو په څېر دی، د بدرنګ او ښایسته یا ښه او بد د بېلتون کرښه په کې نه شی را کاږلی.
- ددې کړکېچ بل لامل دا دی چې پنځګر په خپل اثر ډېر باوری نه وی، ځینې شته تشې یې نه وی ډکې کړې او دا وېره ورسره وی چې که د کره کتونکی پام ور واوړی، نو دده د رسوایۍ امکان زیات دی، ښایی د ځواب لپاره څه ونه لری.
- یو مهال داسې هم وی چې ځینې ادبپوهان یوه پنځګر ته په ډېرو ستاینو او مثبتونو نظرونو کاذب شخصیت ورکړی، خو کله چې له یوه مسلکی او رښتینی کره کتونکی سره مخامخ شی، نو بیا خپلې پخوانۍ ستاینې د تأییدې وسیلې په توګه وړاندې کوی، کره کتونکی غندی او په بېلابېلو ملحوظاتو یې تورنوی.
له نېکه مرغه چې په اوس وخت کې د خواله شبکو او ادبی بهیرونو په ځانګړی ډول افغان ادبی بهیر شتون د کره کتونکی او پنځګر تر منځ د پخلاینې او متقابل درناوی موضوع ته تر ډېره زمینه مساعده کړې ده او تر یوه حده دواړه ځانونه د یو بل بشپړونکی بولی، خو لا ډېر کار ته اړتیا شته چې دغه فضا صمیمی او علمی شی.
ددې لانجې ګڼ مثالونه زموږ د ګاونډیو او د نړۍ د نورو سترو هېوادونو په ادبیاتو کې هم شته دی. زموږ په کلاسیکه دوره کې هم د پنځګرو او کره کتونکو تر منځ ځینې ګیلې او ګوزارونه شته دی. د همېشه بهار تذکرې لیکوال کاږی چې یوه ورځ شاه عباس صفوی له خپل خلوت نشین میرزا قاسم نه د میرزا صایب د شاعرۍ د جامعیت په اړه پوښتنه وکړه. قاسم ورته وویل چې صایب د دوو بیتونو څښتن دى او هغه دوه بیتونه دادی:
تیغ از گلوى سوختگان تند نه گذرد
اب از زمین تفته به لنگر گذر
بوى گل و باد سحرى چشم به راه اند
گر میروى از خود به ز این قافلۀ نیست
وایی میرزا خبر شو، له قاسم یې ګیله وکړه. قاسم ځواب ورکړ: پېژندې مې چې د دوو بیتونو خبره مې وکړه، که نه نو یوازې لومړى بیت دې خپل دى او ستا ټول مضامین له نورو اخیستل شوی دی.
د مسلکی کره کتونکی لومړۍ دنده او مسؤولیت دا دی چې د ادبی اثارو ارزونه وکړی، ښه او بد یا د ادبی ښېګڼې او بد ګڼې سره جلا کړی. په ټوله کې دی د لوستونکی پر وړاندې لاندې مسؤولیتونه لری:
- ادبی کره کتنه باید د ادبی اثارو د بدیعی ښکلاوو او ښېګڼو د درک امکانات برابر کړی او په پایله کې یې لوستونکی وکولای شی چې د ادبی اثارو له مطالعې څخه خوند واخلی.
- ادبی کره کتونکی مسؤولیت لری چې د ادبی اثارو رښتینی ارزښت په ګوته کړی او وښیی چې د کومو اصولو او قواعدو د رعایت په سبب یو اثر محبوبیت پیدا کوی او کوم لاملونه دی چې اثر د لوستونکو له پامه غورځوی او په ادبی نړۍ کې نه پایی.
- ادبی کره کتنه ددې لامل ګرځی چې جعلی او دروغجن ادیبان ونه شی کولای چې لوستونکو ته د اثارو د وړاندې کولو بې ځایه جرئت وکړی.
- د کره کتونکی نظر هغه مهال د ډېر درنښت وړ وی چې بې غرضه او پرته له دې چې د لیکوال خپګان یا خوښی په نظر کې ونیسی، وړاندې یې کړی.
- د ادبی کره کتونکی نظر باید پر استدلال ولاړ وی او خپله هم د یوه علمی او هنری اثر مقام خپل کړی چې نورو ته د لارښود حیثیت ولری.
- د کره کتونکی نظر باید وچ کلک نقد هم نه وی، په منځ منځ کې باید مطلوب پنځګر او نورو ته مشورې او معلوماتی پیغامونه هم وړاندې کړی او تر ډېره پورې ښوونیز اړخ ولری.
- کره کتونکی باید له ملا ماتوونکې کره کتنې چې وار له واره په کلی حکمونو ولاړه وی او پنځګر ددې وړ نه بولی چې په ادبی نړۍ کې پاتې شی؛ ډډه وکړی، پنځګر باید وروزی او د شړلو یا زړه تورولو پر ځای یې په یوه مثبت او ګټور غړی بدل کړی.
ددې لانجې بل اړخ له عینی کره کتنې یا objective criticism سره هم تړلی دی، ځکه چې زموږ د کره کتنې په چاپېریال کې دا ډول کره کتنه نه ده عامه شوې. په عینی کره کتنه کې یو ادبی اثر له لیکوال، لوستونکی او واقعی نړۍ څخه جلا ارزول کېږی، یعنې ادبی اثر ته د یوې پر ځان بسیا او خپلواکې ښکارندې په سترګه ګوری، په خپل درونی او ذاتی محک تلل کېږی او د سنتی یا دودیزې کره کتنې خلاف د لیکوال له افکارو او ټولنیز وضعیت سره کار نه لری.
پای
بوى گل و باد سحرى چشم به راه اند
گر میروى از خود به از این قافلۀ نیست
ژباړه:
د ګل وږم او نسیم سترګې په لار دی
که له ځانه ځې ترې ښه قافله نه شته
صایب
گهیځ