خوست کې یو تن د ۳۰ تولې طلا او لکونو افغانیو د غلا په تور نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست امنیې قوماندانۍ ویلی، چې د خوست ولایت اړوند د اسماعیل خېلو ولسوالۍ امنیتی سرتېرو د یو کشفی راپور پر اساس یو تن چې د بل افغان له کوره یې ۳۰ تولې سره زر، ۱ میلیون ۸ لکه او ۵ زره پاکستانۍ کلدارې، ۲ لکه ۱۵ زره افغانۍ، ۲ زره ۵۸۱ ډالر، ۵ سوه ریال، ۳ سوه غجارۍ او ۴۵۰ غیران غلا کړی ؤ، د غلا شوی مال سره یو ځای نیول شوی دی.
نیول شوی کس په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او ویلی یې دی، چې یاد مال یې د قاضی خان نومی کس له کور څخه غلا کړی دی.
د خبر پر بنسټ غلا شوی مال د اسماعیل خېلو ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوی محمد هارون ایوبی له لوری خپل څښتن قاضی خان ته سپارل شوی او نیول کس تر څېړنو لاندې دی.
مسوولینو ویلی، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به د یاد کس دوسیه اړونده ارګانونو ته وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.