ملا محمد حـ.ـسن اخـ.ـنـ.ـد بېرته د رییس الوزرا په توګه خپله دنده پیل کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د افغان حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمی ویلی، ملا محمد حـ.ـسن اخـ.ـنـ.ـد نن له غرمې مخکې کندهار څخه کابل ته را ستون شو.
د ده په خبره نوموړی په کندهار کې له استراحت او تداوۍ وروسته نن دوشنبه د امیرالمومنین هدایت سره سم بېرته د هېواد پایتخت کابل ته راستون شو او د کابل په هوایی ډګر کې یې د ریاست الوزرا عالی مقام دفتر لوی ریاست او یو شمېر لوړ رتبه مسوولینو لخوا هرکلی وشو.
کریمی زیاته کړې، چې نوموړی به ارګ ته له رسېدو سره سم د ریاست الوزراء عالی مقام په توګه د مملکت د امورو د لا ښه تنظیم او مدیریت په هدف خپلو وظایفو ته دوام ورکوی.
څه موده وړاندې نوموړی د ناروغۍ له امله کندهار ته تللی و چې چارې یې د سرپرست په توګه د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مخته وړلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.