کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ترکیې حکومت شاوخوا ۱۳۸ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولی دی.
د خبر پر بنسټ دغه افغان کډوال د ایغدیر له هوایی ډګره د یوې چارټر الوتنې له لارې افغانستان ته لېږدول شوی.
دې وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان او ترکیې څخه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ چټکه شوې چې څه موده وړاندې هم ۱۳۶ افغان کډوال له ترکیې شړل شوی وو.
بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو په اړه د خپل هېواد د کډوالۍ په پالیسۍ کې د بدلون اعلان کړی او ویلی یې دی چې په نږدې راتلونکی کې به په دې برخه کې د پام وړ بدلونونه راشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ