کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلی، د افغانستان پر وړاندې د ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو منفی تعامل، دمګړۍ د مثبت کېدو په لور روان دی.
نوموړی په یوې غونډې کې زیاته کړې، چې د نړۍ هېوادونو په تېرو شلو کلونو او د سرپرست حکومت د نږدې دوو کلونو واکمنۍ په لړ کې له بېلابېلو فشارونو سره بریالی نه شول، چې خپلې موخې عملی کړی.
متقی همدارنګه ټینګار کړی، چې اوس نړیوالې ټولنې درک کړې چې د افغانستان خاوره د نړۍ لپاره ګواښ نه ده.
هغه زیاتوی چې نړیوال سازمانونه د اقتصادی وضعیت پر ښهوالی، بانکی سیسټم، له نشه یی توکو سره پر مبارزې او په هېواد کې د اداری فساد پر کموالی اعتراف کوی.
د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاتوی چې دمګړۍ سرپرست حکومت په بهرنی سیاست کې بریالی دی او یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو سره د سرپرست حکومت د ښو اړیکو پر غوښتنې ټینګار کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ