کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علی درانی نن کابل ته راځی.
پاکستانی رسنیو ویلی، چې د دغه هېواد ځانګړی استازی به افغانستان ته په خپل لومړنی سفر کې د سرپرست حکومت له ځینو چارواکو سره خبرې – اترې وکړی.
اخوا بیا د سرپرست حکومت ویاند ویلی، تمه ده چې افغانستان ته د پاکستان د ځانګړی استازی له سفر سره به پر ځینو مهمو مسایلو او له هغې ډلې د ډیورند فرضی کرښې او پر هغو تورونو چې وروستیو میاشتو کې پر سرپرست حکومت پورې شوی، له نږدې خبرې – اترې وشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ