کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د فرانسې حکومت په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۳ میلیونه یورو مالی مرستې اعلان کړی دی.
د راپور پر بنسټ، دا پیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ لخوا د خورا زیان منونکو کډوالو او کوربه هېواد سره د مرستې لپاره کارول کیږی.
د یادونې وړ ده، چې د دې مرستې دوه میلیونه یې په پاکستان او یو میلیون یې ایران ته ځانګړې شوې دی، چې تر ډېره به یې د کډوالو ښځو او نجونو پر روغتیا، ښوونې او روزنې برخې باندې ولګول شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ