کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
لغمان کې څلور تنه ځوانان اوبو وړي چې د دوو تنو مړي یې تر اوسه نه دي موندل شوی.
د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې رییس ویلي، تېره ورځ د قرغیو ولسوالۍ اړوند کچړۍ سیمه کې څلور تنه د لامبلو پرمهال اوبو وړي، چې د دوو مړي موندل شوي او دوه نور لا هم نادرکه دي.
په ورته مهال دوه نور وروڼه چې د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د بند امیر ملي پاک په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.
د بامیان د امنیه قومندانۍ ویاند ويلي، پېښه تېره ورځ رامنځته شوې او دغه دوه وروڼه د پنېر په بند کې ډوب شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/