مېدان وردګو کې د ګاو کوش لارې ۱۸ کیلو متره سرک رغول کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایتی ادارې په هڅو د ګاو کوش غرنۍ سیمې ۱۸ کیلو متره سرک د DRC موسسې په مالی لګښت د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کیږی.
د خبر پر بنسټ د ګاو کوش لاره د چک په ولسوالۍ کې هغه غرنۍ سیمه ده، چې د یادې ولسوالۍ دوه حوزې سره نښلوی.
د خبر پر اساس پر دغه سړک د چک ولسونو سربېره د دایمیرداد ولسوالۍ خلک هم تګ – راتګ کوی، چې تر دې وړاندې د سړک خرابوالی له امله ګڼو ستونزو سره مخامخ وو.
ولایتی ادارې ویلی، چې د دغې پروژې په تطبیق سره به څه باندې ۵ سوه ځایی کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.