کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علی درانی سره لیدنه ترسره کړې ده.
بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړی استازی آصف علی درانی سره په دوه اړخیزو اړیکو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې کړې دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی، آصف علی خپلو خبرو ویلی چې هڅه کوی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شی.
خبر زیاتوی، چې نوموړی ډاډ ورکړی چې حاضر دی، څو په سیاسی، اقتصادی او نورو برخو کې دوه اړخیز میکانیزمونه جوړ او پلی کړی.
دغه ډول د تورخم – جلال آباد سړک د رغولو پاتې پاملرنه زیاته او افغانانو ته د ویزو په برخه کې په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ