کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د هندی رسنیو د خبر له مخې د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښوېدنې په پایله له سلو ډېر کسان تر خاورو لاندې شوی دی.
د لومړنیو راپورونو له مخې لږ تر لږه د څلورو کسانو جسدونه له خاورو تر اوسه ویستل شوی دی.
رویټرز خبری اژانس بیا راپور ورکړی، چې دا پېښه د سختو او پرلپسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.
هندی رسنیو ویلی، چې د ژغورنې ډلو د لادرکه شویو کسانو لټون پیل کړی دی.
د هند بېلابېل ښارونه له څو ورځو راهیسې د سختو بارانونو شاهد دی، چې له امله یې لارې بندې دی او تعلیمی مرکزونه هم تړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ