کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په بادغیس ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتی دفتر ویلی، چې دغه بار وړونکی موټر د قلعهنو – هرات لویې لار کې چپه شوی، چې د موټر چلوونکی په ګډون په کې درې کسانو ژوند بایللی دی.
مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکی بې غوری او د موټر لوړ سرعت ښودلی دی.
بل لور ته د بامیانو سیمه ییزو مسوولینو هم ویلی، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکی پېښې پرمهال یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه د بامیانو مرکز اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ