د قران سوځونې په غبرګون کې ایران له سوېډن سره ډیپلوماټیکې اړیکې وځنډولې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳۱ مه نېټه):
د ایرانی رسنیو د خبر له مخې په سوېډن کې د قران‌کریم سوځېدو په غبرګون کې ایران له دغه هېواد سره ډیپلوماتیکې اړیکې وځنډولې.
د دغه رسنیو د راپور پر بنسټ د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په یوه مرکه کې ویلی، چې دوی به په ایران کې د سوېډن نوی سفیر ونه منی او نه به هم خپل سفیر هلته ولېږی.
ټاکل شوې چې د ایران نوی سفیر به په راتلونکو دوو ورځو کې سوېډن ته ولاړ شی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د یادې پېښې په غبرګون کې عراق او لبنان کې هم په دې اړه لاریونونه شوی وو.
لاریون کوونکو په بغداد کې د سوېډن سفارت ودانۍ یوه برخه هم سوځولې.
په همدې حال کې د لبنان په مرکز بیروت کې هم زرګونه کسانو لاریون کړی، چې قرانکریم یې له ځانه سره لېږداوه او د سوېډن بیرغ ته یې اور هم اچولی دی.
د سوېډن حکومت لا تر دې دمه د دغو تازه اقداماتو په غبرګون کې څۀ نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.