شهید مژده؛ د جهاد د جذر و مد له جاذبې آزاد فرهنګی سیاستوال
استاذ محمد زمان مزمل
شهید مژده چې په یوه لوستې فرهنګی کورنۍ کې زیږیدلی ؤ، هغه د خپل ماحول نه په تأثر تر پایه د یوه فرهنګی ځواکمن لیکوال ډېر څه په ځان کې وساتل او له همدې ممبر نه یې د سیاسی او ټولنیزو جریانونو سره متوازن تعامل درلود. شهید مژده یو څو بعده لیکوال او نهضتی مسلمان ؤ:
اول: یو مؤمن نهضتی.
دویم: یو په سیاست پوه فرهنګی.
درېیم: یو متعهد او الګو لټوونکی سیاستوال.
څلورم: په واقعی معنا د سولې مبارز او شهید
پنځم: په خپل آزمیښت کې بریمن مبارز
شپږم: مژده یو نقاد فرهنګی او یو ظریف شاعر.
اول- یو مؤمن نهضتی:
د شهید مژده صاحب د سیاسی او نهضتی ژوند له پیل نه چې تېر شو، هغه په دې اوږده لاره کې د جهاد په مختلفو پړاوونو کې دغسې لاړ او راغی چې له خپلو سیالو او جهادی قاعدې سره روابط تر پایه متوازن او په یو ښه مسیر کې روان وساتل، د همدغسې نمط خلکو سره نه د کرکو موج واخیست او نه د افراطی محبت جذر ته کوز شو او تر هغې ورځې چې مژده پکې شهید شو، هغه له خپلو دوستانو او ملګرو سره ښه روابط درلودل. هغه پکې خپله مسلمانی تر هر چا ښه وساتله، هغه له هغه نژادی نفرتونو چې امریکایی پړاو خطرناک مد ته پورته کړل، متأثر نه شو او د ژوند تر پایه د د یوه ښه افغان چې له نژادی اپلتو نه پوره بې نیازه ؤ، ښه مثال او ښه میناتور ؤ.
همداسې شهید مژده صاحب د جهاد د پیل نه او په هغو ورځو کې چې تر ده کم سواده خلک د ډلو په اجرایو کې لاندې باندې کېدل د مشرانو او محترمو شخصیتونو سره په داسې یو بې نیازه تعامل کې ور ګډ شو چې نه یې پکې د چوکۍ او معاش لپاره د یوه تنظیم او یا د مشرتابه لپاره په تعصب مقاله ولیکله او نه یې د حریف په ضد داسې څه ولیکل چې ده ته په ډله کې د یوه مقام چانس پیدا کړی.
دېرش کاله بلا عمر ؤ او شهید مژده صاحب په دې دهلیز کې د ټولو ډلو په تېره د حزب او جمعیت په اخ و ډب کې داسې د سیالیو او جګړو پړاوونه تر شا کړل چې دی پکې نه د چا له ملګرۍ نه خجالت پاتې شو او نه د چا له عکس العملی مخالفت نه سر ټیټی.
که په راتلونکی کې د مژده صاحب په شخصیت لیکنه وشی مژده د جهاد او ګډوډیو په رمزی شخصیتونو کې تر ډېرو مؤمن او تر ډېرو نورو متوازن نهضتی ؤ، یو څه چې په اخر کې یې مژده د ځېنو دوستانو سره جلا کړ هغه د طالبانو په اړه د شهید مژده په انصاف ولاړ دریځ ؤ، چې له ده یې د ځېنو بې معلوماتو خلکو په نظر کې طالب جوړ کړی ؤ.
مژده صاحب د طالب په اړه دوه الګو دریځونه درلودل:
۱: دا چې طالب او ملا په مذهبی لحاظ او بیا د افغانستان په مذهبی ټولنه کې خپل اغېز او احترام لری، مژده غوښتل چې خپله هم د دې تهذیب یوه برخه شی لکه څنګه چې مژده صاحب د لمانځه او جومات پابند انسان ؤ، هغه مذهبی علماوو ته ځانګړی احترام درلود.
۲: دا چې په دویم پړاو کې طالبان د وخت حکومت او امریکایی ایتلاف په خپل کور کې عادی ژوند ته پرېنښودل او په پای کې طالبان د اشغال پر ضد مبارزې او جهاد ته ولاړل، شهید مژده چې خپله هم په همدغه تصور ؤ هغه ونه غوښتل چې د یوې خوا د اشغال پر ضد خپل قلم بند کړی او د بلې خوا یې له انصافه لیرې ګڼله چې د امریکا او طالب په منځ کې د امریکا پلوی وکړی او یا چوپ پاتې شی، بلکې هغه د خپلو ډېرو سیالانو خلاف د اشغال پر ضد د طالب د عملی جنګ پر ځای په کابل کې د سیاسی معرکې خوا ونیوله او تر ډېره د مژده صاحب دې دریځ هاغه سولې او مذاکراتو ته لاره هواره کړه چې نن په کابل کې د ګردی مېزو سم نیم سیاستوال د مژده صاحب د لسو کلو مخکې نظریاتو باندې ودرېدل.
دویم- یو په سیاست پوه فرهنګی:
شهید مژده که څه هم په بنیادا یو فرهنګی فعال انسان ؤ او هغه شاعر هم ؤ ولې هغه خپلو سنجیده لیکنو په تېره خپلو بې پرې دریځونو او نظریاتو داسې تصویر کړ چې هغه د جهاد په فرهنګی کورنۍ کې تر خپلو سیالو زیات یو سیاستوال لیکوال ؤ.
په همدې خاطر چې هغه فرهنګ او سیاست دواړه سره اوبدلی وو او په دواړو کې د نظر او دریځ خاوند ؤ، ځکه نو کله نا کله د ځېنو ډلو او ځېنو مشرانو سره په اخ و ډب کې لوېده ، دا به له انصافه لیرې وی که ووایو په دې اخ و ډب کې به شهید مژده خپله د اشتباه مرتکب نه وی ګرځېدلی، ولې حقیقت دا دی چې شهید مژده د خپل فهم او درک مطابق قلم چلاوه او په همدې حد کې یې له خپلو نظریاتو او دریځونو نه دفاع کوله.
هغه نه د چا په خاطر د چا پر ضد لیکل او نه یې د چا پر خاطر د هغه پر ګټه څه لیکل، له بهر نه، او بیا د ځېنو بې معلوماتو کسانو پروپاګندې د شهید مژده شخصیت کله نا کله د ملامتۍ په دایره کې غورځولو، ولې څوک چې له نژدې شهید مژده پېژنی هغه د همدغسې بې طرفه او په خپل قضاوت بسیا او باوری فرهنګی شخصیت لرونکی ؤ.
که رښتیا وپوښتئ نو د مژده صاحب لیکنې، تبصرې او مصاحبې په همدې خاطر ډېر لوستونکی او اوریدونکی درلودل چې هغه سیاست او فرهنګ په یو رنګین ډول سره اوبدلی ؤ. په دې اړه هغه د مقالو او کتابونو یوه درنه میراثه پرې اېښې ده. دا هم باید ووایم چې مژده صاحب په خپله طبیعی معاشره کې یو ظریف انسان او یو ظریف شاعر ؤ د مژده صاحب له ملګرو سره په دې اړه ډېر په زړه پوری یادونه شته.
درېیم- یو متعهد او الګو لټوونکی سیاستوال:
دا چې د ښاری تهذیب روږدی لیکوال، شهید مژده څنګه پړاو په پړاو د خپلو بلا دوستیو ملګریو په منځ کې په وروستی پړاو کې د امریکا او د طالب په لویه شخړه کې د طالب خوا ونیوله او په یو هنرمندانه ډول یې د سیاسی مبارزې مسیر د طالب سره په جنګی مسیر کې روان کړ دا خپله ښیی چې مژده صاحب هومره چې فرهنګی شخصیت ؤ، دوه برابره هغه یو سیاسی مؤمن لیکوال ؤ بیا دا چې شهید مژده په دې شل کلن وروستی پړاو کې د یوه همدغسې څپې په نیلی سپور پاتې شو او د ځېنو غوندې د نوساناتو ښکار نشو دا په بل اړخ کې یو لوی ثبوت دی چې شهید مژده صاحب له دین نه بشپړ سیاسی فهم درلود.
د طالبانو تحریک چې د نورو په شان د زیاتو غلطیو مرتکب ؤ او لا دی، شهید مژده په دې منځ کې کله کله پر طالب د بحث په مهال، چې ځېنې پکې افراط ته ښوییدل هغه د انصاف او مولا ته د احترام له حدودو نه ووت.زه چې خپله دوه نسله اخندزاده یم په همدې موخه کله کله د مژده صاحب دریځ ته شرمنده کېدم ځکه ډېر فرهنګی شخصیتونه او لوستی کسان په عکس العملی انداز د مجاهدینو او طالبانو تېروتنو په اپلتو سر کړل او د سیاسی بې ثباتیو ښکار شول.
شهید مژده صاحب دا شل کلن سفر د یو الګو لټوونکی سیاسی کارپوه په شان تر هر چا د شهادت پر هغه پېښه ودراوه چې لعنتی قاتل به یې خپل کشر زوی ته هم توجیهه نشی کړای.
څلورم- په واقعی معنا د سولې مبارز او شهید:
د انجنیر احمدشاه احمدزی په مشرۍ د سولې هغه نهضت چې په یو قرنطین کابل کې د سولې، د امریکا د اشغال او د مذهبی فتوا هغه غږ پورته کړ چې د وخت مؤمن علماء یې د طالبانو سره په یو موازی نهضت کې ودرول.
شهید مژده صاحب ددغه نهضت د طراحانو او مخکښانو نه ؤ، هومره چې زمونږ په منځ کې په دې اړه مژده صاحب ستومانۍ او خطرونه وګالل ښایې نور پکې معذور وی
په ټولو اجتماعاتو کې د هغه منظم حضور او په تنګ کابل کې په اوچت مورال د مژده صاحب هڅونې، لیکنې او مقالې دا ټول هغه څه دی چې هغه د قیام د مجلې په کلکسیون کې پاتې نسلو ته پرېښودې.
په تېر څو کلن دوران کې چې د سولې ستونزمن فعالیت په کابل کې رنګ نه اخیست او د سولې خبره دلته د امریکا د پلویانو پروپاګندې د آی ایس آی سیوری تصویر کاوه، په پای کې دا کنګل د سولې مؤمنو مخکښانو مات کړ او نن په همدې کابل کې له هماغه سیاستوالو او دولتی مشرانو څخه چې هغه وخت د سولې غږ پر هغوی د چوپې تمانچې ډز ؤ، ډېر د سولې په کاروان کې د مژده شهید نه مخکې مخکې روان دی.
شهید مژده په همدغه تحول ډېره پانګونه کوله او په همدې له خطره ډک کابل کې یې د آرامۍ احساس کاوه، امید یې درلوده چې د ملی وحدت او د یو متحد افغانستان د مخالفینو اخری قشلې به هم بالآخره دلته سپینې جنډې پورته کوی . ما چې نن د احمد ولی مسعود هوښیارې خبرې په کابل سټار کې واوریدې نو له واره مې شهید مژده سترګو ته ودرېد او له ځان سره مې ویل: ای کاش! په دې غونډه کې د عکس پر ځای په خپله شهید مژده صاحب وای او د احمد ولی مسعود خبرې یې اورېدلې وې او څومره به خوشحاله شوی ؤ. مګر نن د سولې دعوت ژوندی روان دی ولې د سولې شهید مژده پکې مونږ یواځې پرېښودو.
پنځم: په خپل آزمېښت کې بریمن مبارز:
شهید مژده صاحب په اوږده لاره کې داسې راغی چې د جهاد د مبتکرو ډلو دریځونه پکې په مد او جذر کې روان وو، هغه د مد په دوران کې نه د فتحو څپو واخیست چې نه یې د کوم وزارت د معاونیت لپاره چاته د خندا او یا خانه توۍ نکړې.کچکول ونیوه او نه یې د جذر په پړاو کې د چانه د بېزارۍ او د شاتګ نذرانه ورکړه.
په اخرینی پړاو کې چې د یوولسم سپټمبر حادثې بوش د غوسې په آسمان ودراوه بیا هم زموږ شهید مژده پکې تر نورو ډېرو ښه پاتې شو.
د یوې وړې دمې لپاره یې په دغه مرحله کې په یو کتاب کې معتدل نظر ښکاره کړ ولې د څو میاشتو په تېرېدو مژده صاحب په هماغه استعماری ضد مدار کې واقع شو، هلته چې د مژده صاحب لپاره خپلو عزیزو ملګرو د معاونیت وړاندیز وکړ هغه تکرار رد کړ.
شپږم: مژده یو نقاد فرهنګی او یو ظریف شاعر:
دا برخه ددې وړ ده چې په دې ډېرې مقالې ولیکل شی. شهید مژده صاحب د جهاد له پیله او بیا تر دې نننی په وینو رنګ پای پورې، د خپلو ملګرو او لیدنو کتنو په لړ کې هغه فرهنګی نقاد انسان ؤ چې هره ورځ یې د ورځې مسایل او د دنیا حالات د ملګرو سره ژوندی مطرح کول او مربوط اشخاص او ډلې یې په خندا ډکه خوله داسې نقد کول چې د مژده صاحب په جلسه کې سړی ډېر څه زده کول او هغه چې مخامخ یې نقدول هغوی ښایی تر نورو ډېر زده کړی وی.
همداسې مژده صاحب یو ظریف شاعر ؤ، ظرافت یې په جهادی ماحول او د ملګرتوب په جغرافیه کې ډېر په زړه پوری اشعار او یادونه پرېښودل. د مثال په ډول زه چې یو مهال د تخطیط او تنظیم رئیس وم او په ریاست کې د ارکانو او اعضاوو بحث، حزبی ماحول د څو ورځو لپاره تود او وپاروه، هغه ددغسې ورځو یو ښه انځور ماته راولېږه:
مزمل یار با وفا و با تمکین است
کار او کاری کرام الکاتبین است
ددې طنزیه شعر پاتې مصرې ډېرې په زړه پورې او پاروونکې وې په دې معنا چې د مزمل ترازو پانګ لری، د سړیو په تول کې خطا شوی او د تنظیم په ځای یې شته تنظیم نور هم ګډوډ کړ.
ما مې په خپلو پاڼو کې دا قصیده ساتلې او دوه میاشتې مخکې مې هغه ته ور یاده کړه چې ډېر یې وخندل.
همداسې په ترې منګل سیمه کې د یو توپ په رابطه د هغه یو طنزیه شعر د پېښور د غم پړاو تر ډېره د خنداګانو تر پوښښ لاندې ونیوه.
غواړم په پای کې د شهید مژده صاحب د ورورۍ اخری حق ادا کړم:
خدایه!
شهید مژده صاحب ته له خپلو خطاوو او ګناهونو ورتېر شې، له قبره، برزخه او حشره یې هاغه مقام ته په خیر ورسوې چې په اړه یې وایې: “ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ”
آمین یارب العالمین
گهیځ