د کندوز قلعه‌ زال ولسوالۍ اوسېدونکی د عمومی سړکونو له خرابوالی شکایت کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری لومړی نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د قلعه‌ زال ولسوالۍ اوسېدونکی خپله سیمه کې د عمومی سړکونو د خرابوالی له امله سر ټکوی.
د خبر پر بنسټ، د تېرو څو لسیزو راپدېخوا د حکومتونو له لوری د دې ولسوالۍ بیارغونې برخې ته پاملرنه نه‌ ده شوې.
ځایی خلکو ګهیځ نیوز سره خبرو کې ویلی، چې د مرکزی بازار سربېره ټولې مواصلاتی لارې ویجاړې شوی دی.
دوی له حکومتی مسوولینو غوښتنه کوی، چې هر څۀ ژر دې د دغو ستونزو د حل په برخه کې لاس په کار شی.
په همدې حال کې د قلعه‌ زال ولسوالۍ مرستیال او سرپرست مولوی عبیدالله عبیده هم د ولسی وګړو دغه ستونزه منی او ډاډ ورکوی، چې دغه ستونزې یې د حل په موخه له سیمه ییزو چارواکو سره شریکې کړی او هغوی ورته د ژر حل ډاډ ورکړی دی.
قلعه‌ زال ولسوالۍ د دغه ولایت شمال لویدیځ لور ته په لرې واټن کې پرته ده، چې د تاجکستان هېواد سره سرحدی پوله لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.