افغان حکومت ترکیه کې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د ترکیې په استانبول ښار کې یې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د دې وزارت ویاند د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ په ترکیه کې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ تېره ورځ پیل کړه.
د خبر پر بنسټ دغه لړۍ کې به هغو افغان ماشومانو ته پاسپورټونه ورکړل شی، چې ترکیې هېواد کې زېږېدلی دی.
د سرپرست افغان حکومت له راتلو سره سم په کور دننه د پاسپورټونو وېش بهیر له پېچلتیا او پڅوالی سره مخ شوی، چې له امله یې ولسی وګړی ستونزو سره مخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.