تېره شپه وردګو کې سختو اورښتونو او سېلابونو ۱۲ تنه مړه کړی او ۴۰ نور ورک دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتوالی ریاست ویلی، تېره شپه یې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سختو اورښتو له امله سېلابونه راوتلی دی.
د دوی په خبره د دغه ولایت په جلریز، چک، سېداباد ، نرخ او جغتو ولسوالیو کې خلکو ته ځانی او مالی زیانونه اړولی دی. د لومړنیو اطلاعاتو له مخې د جلریز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ تنه نور لادرکه دی.
د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتوالی ریاست ویلی، چې د مرستې په موخه یې ټیم سیمه ته رسېدلی دی.
په یاده ولسوالۍ کې د کابل ـ بامیانو لویه لاره هم په څو ځایونو کې د موټرو پر مخ تړل شوې ده.
دغه راز د چک ولسوالۍ دکجیر خېلو کلی کې څلور کسه ژوبل شوی او ۱۵ کورونه زیانمن شوی، چې زخمیان ولایتی روغتون ته لیږدول شوی دی.
په یادو ولسوالیو کې سیمه ییزې لارې، استنادی دېوالونه اوکرنیزې ځمکې او حاصلات هم زیانمن شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.