د اقتصاد سرپرست وزیر د ناروې کمېټې له رییس سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د اقتصاد سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رییس تیریا واټر ډال سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې ځوانانو ته د کارموندنې، د ښوونې او حرفوی برنامو د پلی کېدو او د دې کمېټې د فعالیتونو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
د راپور پر بنسټ یاد وزارت زیاته کړې، چې دواړو خوا د دې لیدنې پر مهال همداراز د روغتیا، ښوونې او روزنې او غذایی خوندیتوب په برخو کې هم د دې کمېټې د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دی.
په‌ دې لیدنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست د اقتصادی بندیزونو لګول او د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، په هېواد کې د بې‌ وزلۍ او بې‌ کارۍ د کچې د لوړېدو لامل بللی او زیاته کړې یې ده، چې یوازې بشری مرستې د افغانستان اقتصادی ستونزو ته رسېدنه نه‌ شی کولای.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.