د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال وایی، نړۍ سره د متقابل تعامل په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړو

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌ الوزرا سیاسی مرستیال ویلی، سرپرست حکومت له نړۍ سره مثبت تعامل او د متقابل درناوی په فضا کې نېکې اړیکې غواړی، خو ټینګار کوی چې د اسلام پر اصولو سودا ته هېڅکله حاضر نه‌ دی.
نوموړی په کابل پوهنتون کې دینی او علمی سمینار ته د وینا پر مهال همداراز زیاته کړې، سرپرست حکومت به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامی شعایر تر پښو لاندې نه‌ کړی او پر اسلام یوه ذره سازش ورته د زغملو وړ نه‌ دی.
ارګ د نوموړی په حواله پر ټویټر لیکلی، دا ثابته شوې چې دین او هېواد ته هغه څوک ښه خدمت کولی شی، چې دینی او عصری زدکړې یې کړې وی او ټینګار کوی، داسې ډاکټر او انجنیر غواړی چې د خپل مسلک ترڅنګ د اسلام لومړنی او ضروری تعلیمات هم ولری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.