د ژباړې اهمیت

د ژباړې اهمیت

د بغلان پوهنتون اساذ ګل رحمن رحمانی

«که بدلون غواړې نو زده کړه ښې خبرې

په خبرو نږدې کېږی خلک لرې»

زموږ خاورینه نړۍ په لویو وچو وېشل شوې او دغه وچې له هېوادونو جوړې دی چې شمېر یې څه باندې ۲۰۵ سترو او کوچنیو هېوادونو ته رسېږی. ددې هېوادونو خلک د افهام او تفهیم لپاره خپلې ځانګړې  لویې او وړې ژبې لری او بېلابېل قومونه په کې مېشت دی. د شمېرو له مخې په نړۍ کې نږدې ۷۰۰۰ کارېدونکې ژبې شته چې څو یې نړیوالې او نورې یې محلی او سیمه ییزې دی.

اوس چې انسان په داسې یوه زر ژبې نړۍ کې ژوند کوی، د ژوند نړۍ یې هم د ټکنالوژی او وروستیو پرمختګونو په سبب ورځ تر ورځې د نږدې کېدو خواته روانه ده، انسانان یو له بل سره مخامخ کېږی، د ګوښه کېدو او له پرمختګونو د سترګو پټولو زمانه پای ته رسېدلې، نو په داسې حال کې باید د ډیالوګ، خبرو اترو او مباحثو زمینه رامنځته شی، ددې زمینې تر ټولو غوره وسیله ژبه او ژباړه ده.

د ژبې په برخه کې دا هم مشهوره ده چې کوم کس په یوه ژبه پوهېږی، یو سړی دی، څوک چې په دوو ژبو حاکم وی دوه او څوک چې درې یا زیاتې ژبه زده کوی، په حقیقت کې یې د انسانی ځواک کچه هم هغومره ورسره اوچته ده، ځکه چې په ډېرو ژبو پوهېدل د انسانی مغز د غوړېدو او لوړ فعالیت سبب ګرځی، حتی وروستیو ناتایید شوو څېړنو دا هم ښودلې چې په ډېرو ژبو پوهېدونکی نظر هغو کسانو ته ځوان پاتې کېږی چې یوازې یوه ژبه یې زده وی.

ښایی هېڅوک هم داسې پیدا نه شی چې د ژباړې له اهمیته دې انکار وکړی، ژباړه له اوچت تاریخی، علمی، فرهنګی، دینی او ټولنیز اهمیت څخه برخمنه ده. زموږ ټول دینی متون له قرآنکریم څخه را نیولې حتی تر الف با سیپارو پورې په عربی ژبه دی، موږ یې په لفظ ډېر ښه او روان لولو، پینځه وخته د خدای تعالی په حضور کې درېږو، لمونځ، نفلونه او دعاګانې کوو، خو کله مو فکر کړی چې باید د خپل عبادت په مانا ځان پوه کړو؟

پر دې مانا پوهېدل یوازې د ژباړې له لارې کېږی، کوم مسلمان چې د قرآن او لمانځه په مانا پوه وی، د هغوی په پرتله له خپل عبادت او دعاګانو زیات خوند اخلی او قلبی تمرکز لری چې په مانا یې نه پوهېږی.

په تاریخی، علمی او ټولنیز لحاظ هم ګڼ علوم او مسؤولیتونه شته چې انسان ته ور په غاړه دی، خو هغه ځکه ترې ناخبره دی چې ژبه یې بله ده او ده هڅه نه ده کړې چې ځان ورباندې وپوهوی.

دلته خبره د ژباړې کوو، ژباړه هغه څوک کولای شی چې په ژبه، نه بلکې په ژبو وپوهېږی، که تاریخ ته مراجعه وکړو، نو پخوانیو پاچاهانو، امیرانو او دېکتاتورانو هم د خپلو سیالانو د حال او احوال خبرېدو او یا هم له نورو سره د دوستۍ د اړیکو ټینګولو لپاره خپل ځینې ځیرک کسان په دې ګومارلی وو چې د دښمن او سیاسی رقیبانو ژبې زده کړی، پر مټ یې جاسوسی او دیپلوماټیک ماموریتونه تر سره کړی او را ټول کړی مطلوب معلومات طبعا چې د ژباړې له لارې له مسؤولو چارواکو سره شریک کړی.

له بلې خوا چې اوس اوس له یادو شوو پرمختګونو سره د علومو په اړه هم هره ورځ اثار او معلومات خپرېږی، دغه معلومات یوازې په نړیوالو ژبو وی، سیمه ییزې یا کوچنۍ ژبې ترې محرومې وی، خو د ویونکو اړتیا یې ورته له حده زیاته وی، نو باید دغه معلومات ولولی، خو څرنګه یې ولولی؟ یوازینۍ لاره یې ژباړه ده چې باید په خپله ژبه کې ترې خبر شی.

د خپلې ژبې لیکوال او عالمان که خپله نهایی هڅه هم وکړی، نو د خپلو همژبو وګړو علمی او ټولنیزې اړتیاوې په خپله ژبه نه شی پوره کولای، نو اړتیا ده چې ځینې تشې د بېلابېلو اثارو د ژباړې له لارې ډکې شی، ځکه چې د پښتو ژبې د هغه متل له مخې چې (یا مېړه شه او یا د مېړو لمن ونیسه) موږ چې په پښتو کې له بده مرغه د علم او اکاډمیکو بحثونو ډېر مېړنی نه لرو، نو اړ یوو چې د نورو لمن ونیسو.

زموږ په ژبه کې د ژباړې اړتیا ښایی تر ګاونډیو ژبو ډېره زیاته وی، ځکه چې د هغوی په پرتله زموږ د عالمانو علمی اثار خورا کم دی، دغه تشه نه شی ډکولی، حتی ډېر پښتانه پوهان هم له بده مرغه چې کله کله خپل علمی اثار هم په خپله ژبه نه لیکی او په نورو ژبو وی. زما په نظر ددې لاملونه به ډېر وی، خو عمده یې دوه دی:

الف- په خپله ژبه حاکمیت نه لرل

ددې مانا دا ده چې شفاهی او نا شفاهی(لیکلې) ژبه طبعا خپل منځ کې توپیر لری، هر څه د لیکلو وړ هم نه وی، ډېر کسان شته چې نوموتی ویناوال دی، خو کله چې د لیکنې ورته ووایې، ښایی یو پراګراف هم ونه شی لیکلی، د لیکلې ژبې پر مهال د دوی ګوتې رېږدی، یا خو فکر کوی چې په خپله ژبه کې لیکل ډېر ګران دی او د دوی ژبه د لیکلو لپاره نه ده.!

د دوی فکر دا وی چې لیکل له ویلو توپیر لری، که لیکلو ته زړه هم ښه کړی، نو اکثره وخت داسې څوک ورسره نه وی چې په لیکلو کې یې مرستندوی شی، یا خو یې هم عالمانه غرور دا نه منی چې یو چاته دې په لیکلو کې ورسره د تخنیکی مرستې لپاره مراجعه وکړی.

ب- له ماخذونو اسانه استفاده او علمی غلا

ګڼ پښتو ژبې عالمان او لیکوال مې لیدلی چې په دری او انګلیسی ژبو لیکل کوی، انګلیسی ښایی کومه ستونزه نه وی، ځکه چې دوی په بهرنیو پوهنتونونو او اکاډمیکو ادارو کې په تدریس بوخت وی، زده کړې یې هلته کړې وی او ددې لپاره چې اثر یې نړیوال او ټول شموله شی؛ نو یو څه که لیکی هم په انګریزی یې لیکی، خو خپله افغانستان کې په دری-پارسی ژبو د لیک یو لامل هم دا دی چې دوی ګڼ پارسی ماخذونه لری او له ماخذونو څخه هم په دا ډول استفاده کوی چې کمه سلنه یې خپله لیکنه او پاتې یې د کاپی پسټ د ناروغۍ له مخې له ماخذونو را اخیستې وی او په اثر بیا خپل نوم لیکی.

ډېرو خپله ژبه هم د وخت په تېرېدو سره هېره کړی وی، زه ګڼ داسې کسان پېژنم چې د تخلصونو وروستاړی یې پښتنی قبیلوی رېښه لری، خو یو ټکی پښتو یې نه وی زده، دا ستونزه ګڼو افغانی شاهانو او امیرانو هم درلوده چې مورنۍ ژبه یې پښتو وه، ولې پښتو یې د عمر تر پایه د لیک او وینا ژبه نه کړه.

په هر صورت، هره ژبه د خپلې علمی او کلتوری پانګې د بډاینې لپاره، د خپلې ژبې د لیکوالو له اثارو او هڅو سربېره، له نورو ژبو هم هر اړخیزې ژباړې ته اړتیا لری او هغه تشې پرې ډکېږی چې لا یې په ژبه کې ځاى د لیکنې له لارې نه وی ډک شوى.

له یوې ژبې ژباړه کول هغه ژبې ته د احتیاج مانا نه لری، بلکې له هغه علومو او فنونو سره د لېوالتیا یو ثبوت دى چې د ژبې ویوونکی یې خپلې ژبې ته له کړاو او زحمت وروسته را لېږدوی، علم پالنه او بشریت ته خدمت دی، دا چې ژبه یوه ټولنیزه پدیده (ښکارنده) ده، نو اړتیاوې او ستونزې  یې هم ټولنیزې دی چې حل لارې یې د ټولنې له منځه تېرې شوې او د ژبې ځیرک او خواخوږی مینان یې په ښه توګه درک او حل کولى شی.

باید چې ډېر ناهیلی هم نه شو، پښتو ژبه هم د نړۍ له هغو ژبو ده چې اوسمهال یې منځپانګه د ګڼو علمی او کلتوری اثارو نه ورځ په ورځ ډکېږی، ددې اثارو یوه برخه که پښتنو لیکوالو په خپل زیار او زحمت رامنځه کړې، خو پاتې برخه یې د ژباړې له لارې پوره کېږی چې بیا بسنه نه کوی.

په دې وروستیو کې پښتو ژبې ته د ژباړې لړۍ چټکه شوې، چې دا یو پر ځاى او اړین ګام ؤ، هره اوونۍ نوی ژباړل شوی اثار خپرېږی چې ډېره برخه یې له دری- پارسی ژبې ده، خو اردو، انګلیسی، عربی او نورې ژبې هم په کې شته.

دا اثار د کمیت له اړخه د ستایلو وړ دی، باید ژباړونکی یې وستایل شی، ځکه چې هغوى له خپلې ژبې او علم سره د مینې له امله دا کار کړى، خو کیفیت او د ژباړې ژبې ته یې پاملرنه اړینه ده. دوی چې اکثره داوطلب ژباړونکی دی، د ژباړې په اهمیت پوهېږی او د همدې خواخوږۍ له مخې یې ژباړې هم لوستونکی په مینه منی.

ددې بحث په پای کې به د ژباړې د اهمیت او اوسنۍ اړتیا  په اړه یو څو ټکو ته لنډه اشاره وکړو:

  1. ژباړه د ژباړونکی د ذهن او ځواک په زور تر سره کېږی او د هغه ذهنی انرژی مصرفوی، نو اړینه ده چې ژباړن باید خپله دا انرژی بې ځایه مصرف نه کړی او تر ښو هم ښه او ګټور اثار وژباړی.
  2. ژباړونکی که په هر ځای کې اوسېږی، په هر ډول چاپېریال کې را لوی شوی وی، خو د خپلې ژبې او ټولنې فرهنګ باید هېڅکله هېر نه کړی او هغه څه وژباړی چې په ټولنه کې یې فرهنګی جذب ولری، د فکری انحراف او ارزښتونو د سپکاوی حس په کې نه وی.
  3. موږ چې له علمی مسائلو او اړتیاوو لرې پاتې شوی یوو، باید د هغو اثارو ژباړې ته اهمیت ورکړو چې زموږ د علمی او فکری کچې د لوړاوی او ګټه اخیستنې سبب ګرځی، ټولنه ورته سخته اړتیا لری.
  4. یو وخت به مو د هنری او ذوقی اثارو ژباړې ته ډېره اړتیا او لېوالتیا درلوده، خو اوسمهال دا تشه تر یو ځایه ډکه شوې، غوره به وی چې د طبی، ساینسی، حقوقی، اقتصادی او نورو علمی اثارو ژباړې ته وخت او اهمیت ورکړل شی.
  5. د ژباړونکو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې او خپل سری کارونه کله کله د ګټې ترڅنګ زیات تاوانونه هم لری، ښه به وی چې ژباړونکی د یوه اثر تر ژباړې وړاندې خپلو کې همغږی ولری او ژباړې تخصصی او مسلکی اړیکو ته په پام سره وشی.
  6. ژباړونکو ته اړینه ده چې د غوره ژباړې لپاره یوازې په خپله شته وړتیا هم بسنه ونه کړی، باید چې په دې برخه کې پراخه مطالعه ولری، ددې برخې روزنیزو اثار ولولی او د مسلکی معلوماتو د لوړاوی په اوږد مهاله او لنډ مهاله پروګرامونو کې شامل شی.
  7. هر پوه کس د ناپوه پر وړاندې مسؤولیت لری او لوستی یا له څو ژبو سره اشنا کسان د ټول ځوان نسل پر وړاندې مسؤول دی چې باید په نورو ژبو د خپلو علمی مطالعاتو یوه برخه له هغوی سره د ژباړو له لارې شریکه کړی.
  8. په ژباړه کې د تازه او نوو اثارو انتخاب ډېر اهمیت لری، ژباړونکی باید د زړو معلوماتو او اطلاعاتو د ژباړې پر ځای تل د تازه، کارېدونکو او هغو اثارو ژباړې ته اهمیت ورکړی چې د با اعتباره او مخورو پوهانو او مسلکی ادارو له خوا د علومو نړۍ ته وړاندې شوی او په ټولنه کې یې اړتیا تر بل هر وخت زیاته ده.

پای

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.