کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې هرات کې یوې موسسې له لوری د بزګرانو د زیاتو عایداتو، تولیداتو او صادراتی شرکتونو ته د ښې بازار موندنې او د تصدیق شویو زعفرانو د کېفیت د لوړولو په موخه یې د ۱.۲ میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت د زعفرانو د ودې پروژه پیل کړې ده.
د یادې موسسې مسوول ویلی، چې د دغې پروژې په چوکاټ کې له افغانستان څخه بهر د باکېفیته زعفرانو د صادرولو په برخه کې د تولیدی شرکتونو لپاره د بازار موندنې چارې پیلیږی.
نوموړی زیاته کړې چې د زعفرانو د ودې او تولید پروژه د ۱.۲ میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت د ډنمارک له خوا تمویلیږی، چې د پنځو کلونو لپاره به پلې شی.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایی، چې دوی په بازار کې له ټولو بزګرانو په ځانګړې توګه د زعفرانو له کروندګرو څخه ملاتړ کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ