کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ماښام د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د دوه کورنیو ترمنځ خپل منځی شخړه شوې، چې په کې یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې دغه نښته د روداتو ولسوالۍ په مزینې کلی کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځی اختلافاتو له امله شوې ده.
خبر زیاتوی، چې د دغو کورنیو ترمنځ یاد جنجال له پخوا څخه موجود و، چې تېره ماښام یې یو بل په لرګو او تبرګو باندې وهلی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې روداتو ولسوالۍ کې د امنیې قومندانۍ مجاهدینو پر وخت ځانونه د پېښې ځای ته رسولی او سیمه یې کنټرول کړې ده.
د دوی په خبره د پېښې ټپیان د روداتو روغتیایی مرکز ته رسول شوی، چې روغتیایی حالت یې د ډاد وړ ښودل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ