په هېواد کې د روانې اونۍ له پیل څخه د بې سارې ګرمې هوا سره _ سره، د نا څاپه بارانونو لړۍ د هېواد په مرکزی او جنوبی سیمو کې د داسې خطرناک سیلاب سبب شوه چې ولسی خلکو ته یې د سر او مال دروند زیان له ځان سره درلود.
په کابل کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایی چې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره ورځ تر بلې لوړېږی، د یاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلی دی چې د روان لمریز کال د چنګاښ له ۲۹ مې د زمری تر دویمې نېټې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د هېواد په اتو ولایتونو کې شا او خوا ۳۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۵۷ تنه ټپیان شوی او څو تنه نور هم ورک دی.
دغه سېلابونه د افغانستان په اتو ولایتونو، کونړ، کابل، خوست، پکتیا، وردګ، غزنی او ننګرهار کې راوتلی دی، چې تر ټولو درنه مرګ ژوبله او زیان یې خلکو ته د میدان وردګو په ولایت کې اړولی دی.
دا لومړی ځل هم ندی چې په افغانستان کې د هوا له تودېدو سره جوخت په ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوزی او خلکو ته درانه ځانی او مالی زیانونه اړوی. تېر کال او وړم کال هم د هېواد په ډېرو سیمو کې همدا حال ؤ. په ګڼو سیمو کې سیلابونو د خلکو کښت او زراعت تباه کړ او آن په ډېرو سیمو کې یې خلکو ته د سر زیان هم واړاوه.
په کابل کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند همدارنګه ویلی دی چې د دغه سیلابونو له امله په ټول افغانستان کې تر اتو سوو ډېر کورونه ویجاړ شوی دی. ۴۵۶ څاروی مړه شوی او تر څنګ یې د ۷۰۰۰ جریبه ځمکو او باغونو حاصلات له منځه تللی دی.
په افغانستان کې د پرله پسې طبیعی پېښو غمېزه دا ده چې یو خو مو هېواد او ولس تازه په تازه د کور ورانو کې داخلی جګړې له ژبغړانده سرو لمبو تر یوه بریده ژغورل شوی او لا یې هم پدې تړاو د آرام ساه نده اخیستې چې طبیعی پېښې او آفتونه ترې قربانی اخلی او هغه هم ښه درنه قربانی.
بله ستره غمېزه یې هم پدې ملک او دې ولس کې حاکمه بېوزلی، فقر او غربت دی، چې پدې ډول طبیعی پېښو کې پر انسانی تلفاتو سربېره زمونږ هېواد وال کړوی او په ډېره خوارۍ او د کلونو کار او زیار په نتیجه کې یې جوړ کړی کورګی ور ړنګوی یا یې ټول کښت او زراعت ورخرابوی چې د هغوی د کلونو د زیار او زحمت نتیجه په اوبو لاهو کوی.
که څه هم په کور د ننه او په نورو بهرنیو ملکو کې مېشت خدای دوسته او خیر غوښتونکی افغانان تل په داسې وختونو کې د خپلو مظلومو او د طبیعی پېښو څخه اغېزمنو افغانانو مرستې ته را دانګی او هڅه کوی پدې تړاو خپل ایمانی او وجدانی مسؤولیت ترسره کړی، خو د دې ټولو کورنیو او بهرنیو مرستو سره_ سره، بیا هم د مصیبت ځپلیو افغانانو د غم او درد څپه نه کراریږی او په تېره بیا د هغو چې د کورنۍ خواږه غړی یې د همدې طبیعی پېښو لکه سیلابونو ترې وړی وی او د ورځو په تېرېدو یې بیا هم مړی نه وی موندلی چې خښ یې کړی.
جوته ده چې طبیعی پېښې په ټوله نړۍ کې پېښېږی او د نړۍ په ګڼو هېوادو کې ورسره انسانی تلفات هم مل وی او مالی زیانونه خو داسې خبره ده چې د نړۍ تر ټولو پرمخ تللیو هېوادو کې هم خلک ندی ترې خلاص.
اما په افغانستان کې ستونزه دا ده چې پرله پسې څو لسیزو جګړو او نښتو له یوې خوا ورانۍ او ویجاړۍ رامنځ ته کړې او له بل خوا یې خلک له مالی پلوه هم ژوبل کړی چې دا ډول طبیعی پېښې او آفتونه پرې ډېر لوی تأثیر درلودای شی.
د طبیعی پېښو او آفتونو سره مل په افغانستان کې یوه ستونزه، د دغه پېښو او آفتونو ځپل شویو مستحقو کسانو ته د بېړنیو مرستو رسول او د هغوی لاسنیوی هم دی چې باید خیریه مؤسسې او د هېواد ټول خیر غوښتونکی وګړی ورته پاملرنه وکړی او د زیانمنو شویو هېواد والو د لاس نیوی په برخه کې لاس په کار شی.
که څه هم په تېرو څو ورځو کې له وروستیو سیلاب ځپلیو سره د ټولنیزو رسنیو له لارې په ځینو سیمو کې د لومړنیو مرستو راپورونه خپاره شوی دی او داسې ښکاری چې د هېواد ځینی خیر غوښتونکی وګړی او ځینی بنسټونه پدې اړه کار کوی، خو د تېرو تجربو په پام کې نیولو سره د خلکو غوښتنه دا ده تر څو دا د مرستو لړۍ منظمه او نوره هم ګړندۍ شی.
پرله پسې سیلابونو او د هغو پراخو زیانونو ته په کتو سره په کار دی چې مرستندوی جهتونه باید په همغږۍ او اتفاق سره د خلکو لاسنیوی ته ور ودانګی تر څو له یوې خوا ټول مستحق او ځپل شوی وګړی له دغه مرستو په یوه شان برخمن شی او له بلې خوا پدې منځ کې د ځینو هغه کسانو او جهتونو لاس ور وتړل شی چې له مصیبت ځپلیو سره په مرسته کې هم خپلې شخصی ګټې لټوی او دلته هم د جیب ډکولو په فکر کې وی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ