د زمانې افیون
لیکنه: دکتور مصطفی محمود
ژباړه: علی احمد راصد
راډیوګانې، ټلویزیونونه، سینما، د مجلو پاڼې او د زمانې په روان بهیر کې ګرځنده ټلیفونونه او بل هر څه له یو بل په سیالۍ کې روان دی چې انسان له خپله ځانه ورک کړی، داسې چې ډېرو انسانانو په حیرانۍ سره سترګې، غوږونه، اعصاب، او نفس پورته نیولی وی او د سینما، ټلویزیون، راډیو مخې ته ناست وی، په ټوله معنا یې اعصاب بې خوده وی، کټ مټ لکه بنګ یې چې خوړلی وی، سترګې یې په سریالونو کې ګنډلې وی، په خپل ذهن کې پوښتنه کوی، او ټوله ورځ په دې تېره شی تر څو پوه شی چې په دې سریال کې به څوک قاتل وی، څوک به وتښتی، جاسوسان به ماتې وخوری که نه؟ همدارنګه په مجلو او نن سبا د ټلیفونونو پر مخ د لنډغرو انځورونو پاڼې واړوی را واړوی، په غټو ټکو لیکل شوی عنوانونه یې له سترګو تېر کړی، بیا د خوب ځای ته په داسې حال کې را وګرځی چې یوې نا معلومه اندېښنې او خفګان سره لاس او ګرېوان وی، یو پټ غم یې ځوروی، داسې لکه دا ورځ یې چې هېڅ ژوند نه وی کړی. او حقیقت هم دادی چې تېره ورځ یې ژوند نه دی کړی او د ژوند حق ترې اخیستل شوی، او د حق اخیستل کېدو لامل یې هم په خپله دی ؤ او بیا لکه په زور چې را و ایستل شی او یوې خندوونکې ځان وژنې ته ورټېل وهل شی، داسې پوښتنې ورته پیدا شی چې هېڅ په هغه پورې تړاو نه لری، د […] سریال کې فلانۍ نجلۍ چا ووژله، په فلانی سریال کې نجلۍ ولې له خپل مېړه سره خیانت وکړ! په فلانی سریال کې به حقیقت چېرته وی، د مریانو په سریال به کې به خزانه چېرته شتون ولری… ورځې او شپې یو پر بل پسې تېرېږی، خو یاد چینلونه د خپلو لیدونکو لپاره کټ مټ لکه د کوم پټ عادت لرونکی چې خپله غریزه د ستړیا تر بریده را وپاروی، غرقوی؛ بیا یې د شپې په وروستۍ برخه کې په داسې حال کې چې ټول احساسات یې ستړی او ستومانه وی پر بستره وغورځوی، هېڅوک نه پوهېږی په هغه څه شوی دی، دی هم نه پوهېږی چې ولې داسې احساس کوی لکه په ګوګل کې یې چې زړه نشته.
هغه به هېڅکله ژوند ونه کړی، هېڅکله به هغه څه ونه وایی چې غواړی ویې وایی، هېڅکله به هغه څه وانه وری چې دی یې اورېدل غواړی، په یوه ټال کې ناست وی او تر هغو زنګېږی چې بیا له ځانه بې خوده شی او ټول هغه څه هېر کړې د کومو په اړه یې چې فکر کاوه، هغه چې غوښتل یې ویې وایی، هغه چې غوښتل یې وایې وری، او هغه څه چې زړه او عقل ترې ډکېږی. یوه ګونګ حیوان ته به ورته شی چې عقل او احساس یې له دغه نا اشنا سیسټم سره تړلی وی، او ټول ژوند یې په درواغو ورته روان کړی وی. دا یوه ننداره ده، یوه نړیواله ننداره او دا د روان مادی تخنیکی عصر عادت دی چې اوس یې رسنیز ماشینونه د ټول وژنې په وسایلو بدل شوی دی. په زړه پورې وژنه، داسې چې عقلونه د ورېښمو په رسۍ او خیالونه د عطرو په خوږو بویونو زیندۍ کوی. وروسته د “بریجیت باردو” او “ارسولاانرس” د شعرونو په زمزمه پیل وکړی. بیا کله چې لیدونکی له یادو افیونو سره مقاومت وکړی، خپروونکی تر هغه بریده وړاندې ځی چې دده له اجازې پرته د ښځینه فلمی لوبغاړو د پنډیو او سینو ننداره ورته وړاندې کړی او په خپلو کیسو کې یو څه وینه او د خلکو د اعصابو د لا پسې ژبغړانده کولو لپاره یوڅه پترول ور زیات کړی، لکه د Hippies د چېژګیو کیسه، د جرک د لیونیو ګډا، د لویدلیو، لعنت شویو، قهرجنو کړه وړه او نور، دا ټول په ټولنه کې پر ځوانانو د هغه وارد شوی بخار پایله ده چې باید د رسنیو په جال کې اسیر نښتی وی، د هغه اختاپوس( ویرونکې بلا) په پنجو کې چې په سلو نومونو پېژندل کېږی.
راډیو، سینما، او مجلې. ټول هغه زندانونه دی چې پنجرې یې په ناولونو او مجلو کې له ښایسته څنګلو جوړې شوې، څو انسان د ژوند د پرمختګ او یون په جګړه کې له کوم دلیل ویلو پرته، او د ژوند په ناورین او مړینه کې چې په ټوله نړۍ کې هره ورځ روان دی، یوازې پاتې شی.
بیا کله چې خبره د مخدراتو ماریجوانا، چرسو، هیروینو، او کوکایینو او د هغو مافیایی ډلو اړوند روانه وی چې نشه یې توکی د خلکو تر کورونو ور رسوی، د هغو مخدراتو یادونه نه کېږی چې تر دې هم ډېر خطرناک دی او په ډیر سرعت سره خپرېږی او د بشریت لپاره له ځانه سره خورا بدې پایلې لری، داسې مخدرات چې د هر تړلی وره له لاندډې تېرېدای شی او د هر وګړی د خوب کوټه یرغمل کولای شی، معدې ته د سبا ناری په ښکته کې کېدو کې هم مزاحمت کوی، او شونډو ته د چای پیالې په پورته کولو کې هم.
دا ټول هماغه رسنیز وسایل دی چې په خپل منځ کې یې نالیکلی تړون کړی ترڅو انسان د هغه د وخت په وژلو سره ووژنی، د وخت وژنی تر شعار لاندې په خپله انسان وژنی، د شېبو او لحظاتو وینه تویوی، او عمر قتلوی، په داسې حال کې چې عمر له ټاکلی وخت څخه پرته بل شی نه دی.
بله داچې په خپله انسان له زمانی فرصت پرته بل څه نه دی، کله چې فرصت ووژل شی د انسان کوم شی نه پاتې کېږی. له همدې امله د هر مفکر او لیکوال مسؤولیت دی چې لومړۍ کرښې ته را ووځی او د یاد نالیکلی تړون پر وړاندې ودرېږی، داسې چې خلک وپوهوی، روزنه ورکړی او د حق پلټنې ته یې وهڅوی، نه داسې چې خلکو ته د خپل برخلیک له ناورین سره په څنګ کې تلو ته تسلیت ورکړی، د هر وګړی خپل ځان ته پام کړی داسې چې د پوهې کچه یې لوړه شوې وی، نه داسې چې له ځانه یې ورک کړی او ژوند یې ترې لوټ کړی. همدارنګه رسنیز وسایل باید له هغه افیونو څخه چې ویده کوونکی دی، پر هغه وېښوونکو توکو بدل شی چې پر حقیقت باندې سترګې رڼا کوی او احساسات وېښوی، هر لوستونکی د خپل نظر څرګندولو ته ور بلی، د هر وچ عقل لرونکی، د فکر کولو پر دسترخوان کښېنوی، تر څو بیا همدا رسنۍ د داسې یوه کاروان بڼه خپله کړی چې له ځان سره د ویښتابه لښکر جوړ کړی، نه داسې چې د خلکو پر سر د اوښکو بهوونکو غازو کېږدۍ شی او یا د لوګی لاسی بمب شی چې د خلکو سترګې ړندې کړی.
حقیقت دادی چې انسانی تمدن، د هغه د تېر تاریخ او راتلونکی رښتنی شعار، رښتینې وینا او د رښتینی رسنیز کار احسانمن دی. ځکه چې مونږ نه یوازې پر ډوډۍ، بلکې پر حق باندې ژوندی پایوو. اوس پوښتنه داده چې که وویل شی: رسنیز کار څه شی دی؟ ځواب یې دادی چې: چې حق ووایو، ګټور او سم یې ووایو، او په ټینګار یې ووایو، او د لوستونکی وخت را ژوندی کړو نه دا چې ور ویې وژنو.
گهیځ