کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دا پل د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوی، چې په ویجاړېدو سره یې یوه ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوې ده.
ځایی خلک وایی، د دې پل نړېدل نه یواځې دا چې مواصلاتی لارې یې اوږدې کړې، بلکې د تګ – راتګ پر مهال یې خلکو ته ګڼې ستونزې هم پیدا کړې دی.
دوی له حکومتی چارواکو غواړی، چې دغه پل ورته بیا ورغوی، څو یاده ولسوالۍ بېرته د کندوز ولایت له مرکز سره ونښلول شی.
بل لور بیا د قلعه زال ولسوالۍ مرستیال او سرپرست مولوی عبدالله عبیده په دې ولسوالۍ کې دغه ستونزه منی او زیاتوی، چې دغه ستونزېه یې د سیمه ییز حکومت له چارواکو سره شریکه کړې او په وینا یې هغوی ورته د پل د بیا رغونې ژمنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ