کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د اروپایی ټولنې استازولۍ دغه هېواد یو له ډېرو زیانمنو هېوادونو بللی، چې د سېلابونو او وچکالۍ په څېر د طبیعی افتونو له امله یې ډېر زیانونه ګاللی دی.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت بیا ویلی، چې د وروستیو سېلابونو له امله په ۱۰ ولایتونو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی او ګڼ مالی زیانونه یې خلکو ته رسولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هوا پېژندنې ادارې نن هم په ګڼو ولایتونو کې د سختو اورښتونو دغه راز تالندې او برېښنا اټکل کړی دی.
نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، ننگرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزنی، مېدان وردګ، بامیان، غور، پکتیکا، زابل، دایکندی، ارزگان، هلمند، کندهار او فراه هغه ولایتونه دی، چې د سختو اورښتونو اټکل په کې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ