رسنیو ته د مسلکی راپور لیکلو تګلاره!

رسنیو ته د مسلکی راپور لیکلو تګلاره!

د ګهیځ ټولنې غړی صبغت الله سجاد

د خبری ژانرونو له ډلې څخه یو مهم ژانر راپور دی چې د خبر نیمګړې برخې بشپړوی، سپړی یې او د یوې پېښې او موضوع په اړه تفصیلی معلومات مخاطبانو ته وړاندې کوی، کوم چې په خبر کې نه وی ذکر شوی

په فارسی ژبه کې د راپور مترادفه کلمه ګزارش دی چې ګزار یې اسم مصدر دی او (ش) وروستاړی ورسره یو ځای شوی چې ګزارش ترې جوړشوی دی. او ددې مصدر یې بیا ګزاردن دی.

د ګزارش کلمه د (Report  ) لاتینی کلیمې څخه اخیستل شوې چې معنا یې د اطلاعاتو بازګشت دی.

هارون نجفی زاده په خپل اثر (روزنامه نګاری کاربردی) کې د اطلاعاتو بازګشت داسې توضیح کړی دی: کله چې یو څوک د پېښې له ځایه د پېښې په اړوند دقیق او کره معلومات راټول کړی او د یوې رسنۍ له لارې یې د مخاطبانو په واک کې ورکړی دې ته د اطلاعاتو بازګشت وایی. همداراز په انګلیسی ژبه کې د report)) مصدر (to report) ده چې د تېرو پېښو د انعکاس معنی لری.

لکه څرنګه چې ژورنالیزم د ټولنیزو علومو څخه دی او دا چې په ټولنیزو علومو کې د وخت په تېرېدو سره بدلون راځی نو په همدې اساس د ژورنالېزم پوهان تر دې مهاله راپور ته په یو منل شوی او جامع تعریف نه دی سلا شوی، بلکې هر یو له خپله ځان څخه یو تعریف ورته ورکړی دی.

ځینې وایی راپور د خبر بشپړونکې او پراختیایی بڼه ده، چې له خبره بهر توکی مخاطبانو ته وړاندې کوی، سره له دې په یو بل ځای کې د خبر تعریف دا ډول راوړل شوی دی، چې د خبر شپږګونه عناصرو ته چې: څوک؟ څه شی؟چېرته؟ څه وخت؟ ولې؟ او څرنګه؟ دی، توضیح او تشریح کوی، او تر ډېره د ولې؟ او څرنګه؟ د پوښتنو په ځوابولو راڅرخی، څو د مخاطبانو هغه پوښتنې چې په خبر کې نه دی ځواب شوې په راپور کې پیدا او ځواب شی.

خبر او راپور اصلا دواړه په یو ډول ژورنالیستی لیک بڼې پورې اړه لری او دواړه د معلوماتو د لېږد لپاره کارول کېږی، له همدې امله راپور هم د خبر په څېر لیکل کېږی، نو ځکه خو یې ژبه باید د خبر په څېر څرګنده، روانه او ساده وی.

د راپور مراحل:

ټول راپورونه که هغه ټلویزیونی، راډیویی، آنلاین او یا هم چاپی خپرونو لپاره چمتو کېږی د لاندې دریو پړاونو څخه تېریږی.

۱ـ د موضوع ټاکنه: له هر څه وړاندې لومړی باید مونږ د راپور موضوع و ټاکو. بې تجربې او لټ ژورنالیستان تل د خپلو ژورنالیستیکو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د موضوعاتو په ټاکلو کې له ستونزو سره مخ وی، او ډېر کله خو د ډېرو بې ګټې او تکراری مسایلو انعکاس ته هم زړه ښه کوی. په هر حال د موضوعاتو ټاکنه هم ځانګړی استعداد او ټولنیزه پوهه غواړی که څه هم په تازه راپورونو کې زیاتره د راپور سرچینې خبری کنفرانسونه، غونډې، مراسم، آرشیفونه، مشهور اشخاص، څېرې، شخړې، ټکرونه، چاودنې او طبیعی پېښې، لکه: زلزله ،طوفانونه، غرښوېدنه، سېلابونه او نور بللی کېږی، اما په تولیدی او تحلیلی راپورونو کې موضوع د رسنۍ د ادارې لخوا خبریال ته ورکول کېږی او یا هم خپله خبریال موضوع ټاکی او د هغې په اړه راپور جوړوی. چې دا کېدای شی د خبرونو د ځینو هغو نیمګړو اړخونو،چې لوستونکی، اوریدونکی یې په اړه نور معلومات غواړی بشپړول او څېړل وی.

خو د راپور لپاره مونږ باید؛ د ورځنیو روانو او مهمو مسایلو او جریانونو څخه داسې موضوعات وټاکو، چې په هر اړخیزه توګه د خلکو د پاملرنې، تحلیل او تفسیر وړ وی.

ځکه که پر داسې مسایلو مونږ راپور او خبر لیکو چې هغه خبری ارزښت ونه لری، خلک د هغې په هکله لوستل نه غواړی، یا ورسره مینه نه لری، نو طبیعی خبره ده چې لوستونکی هم بیا پرې خپل وخت نه ضایع کوی او لوستنې اوریدنې او کتنې ته یې زړه نه ښه کوی او زمونږ هغه زیار هم هسې په اوبو لاهو کېږی چې د راپور پر جوړونه مو ایستلی دی.

۲ـ د معلوماتو راټولول: کله مو چې د راپور لپاره یوه ښه موضوع وټاکله یا د دفتر له لوری یوه موضوع راکړل شوه. نو اوس د ټاکلې موضوع په تړاو د معلوماتو د راټولولو لپاره یو منظم پلان جوړوو او له بېلابېلو مراجعو، کتابونو انټرنټ او آرشیفونو څخه د معلوماتو لپاره ګټه اخلو، د موضوع د تېر حالت او تاریخی قدامت لپاره کیدای شی چې د بېلابېلو کتابونو او آرشیفونو مطالعې ته اړتیا پیدا شی او په دې ډول په دغه مرحله کې مونږ د موضوع په تړاو په هر اړخیزه توګه پریمانه معلومات راټولوو.او یوه ذهنی خاکه ورته جوړو مثلاً: که مونږ وغواړو د (هوا د ککړتیا مخنیوی) په اړه یو تولیدی یا تحلیلی راپور جوړو کړو، نو لومړی هغه سرچینې ټاکو چې د موضوع سره تړاو لری او لومړی لاس سرچینې هم ورته وایی. لکه د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې رئیس، ویاند یا بل کوم چارواکی د عامې روغتیا چارواکی، ډاکتران، ښاریان او د هغه ځایونو څښتنان چې د هوا دککړتیا لامل بلل کېږی. له دوی نه باید مرکې، غږونه، او کلیپونه را واخیستل شی، تصویرونه یې برابر شی او داسې نور اړین اقدامات.

په ورځنیو تازه پېښو او غونډو کې خبریال ته لازمه ده چې پېښه او غونډه د لومړی سر څخه تر پایه تعقیب کړی د ځان سره ځینی مهم ټکی نوټ کړی او که راپور ټلویزیونی وی او اړتیا وی نو باید سټنډاپ، هم ورته غوره کړی او وورسته یې نور اړین معلومات راټول شی. او لر لید یا پس منظر یې هم وڅېړل شی.

۳ـ د راپور لیکل: کله چې مو د یوې موضوع په تړاو ډېر معلومات ترلاسه کړل، مواد مو راټول کړل، کلیپونه مرکې خبری ټوټی، تصویری ټوټې، غږونه، سټنډاپ او نور ترتیب شول، اوس نو د هغې د ځای پر ځای کولو او لیکلو مرحله پیلېږی. دا مرحله هم د کمزورو ژورنالیستانو لپاره له ستونزو او کړاوونو ډکه مرحله ده. دا ځکه چې په دغې مرحله کې د ژورنالیستانو د لیکنې ځواک معلومیږی، چې څنګه مخاطبانو ته خپل پیغام په اغېزناک او راښکونکی ډول ولېږدوی.

د راپور لیکلو لپاره تر هر څه لومړی دا اړینه ده چې ژورنالیست باید د راپور لیکنې تجربه او وړتیا ولری. او دا کار هغه مهال کیداى شی چې ژورنالیستان د لیکنې له مهارتونو، طریقو او اصولو سره بلد او هم د ژبې له ادبیاتو خبروی.کېدای شی مونږ د راپور لپاره یوه پراخه موضوع ټاکلې وی او معلومات مو هم زیات راټول کړی وی خو اوس د راپور لیکلو په پړاو کې مهم شی د راپور زاویه ده چې مونږ په مشخص لوری بیایی، تر ټولو ښکلی راپور هغه وخت چمتو کېدای شی چې په مشخصه زاویه را وڅرخی، ځکه څو زاویې لرونکی راپور له مخاطبانو لار ورکوی مثلا: که وغواړو د هېواد د اداری فساد په اړه راپور چمتو کړو او معلومات مو هم په دې برخه کې ټول کړی دی، خو بیا په همدغه راپور کې مونږ د هوا د ککړتیا موضوع یادوو نو دا بیا یو غیر مسلکی کار دی ځکه زموږ له راپور سره تړاو نه لری لازمه ده چې د هوا ککړتیا په هکله بل راپور چمتو کړو.

د راپور د زاویې ټاکلو څخه بل هدف دا هم کیدای شی، چې څه پېښ شوی وی او حقیقت ولری په همغه زاویه خپل راپور را تاو کړو.

۴- د راپور را ټولونه او ترتیب:.د زاویې تر ټاکلو وروسته د راپور په لیکلو پیل کوو، د ژورنالېزم پوهان راپور د جوړښت له پلوه پر څلورو برخو (عنوان، لیډ، متن، شالید) باندې وېشی.

عنوان د راپور لومړۍ مهمه برخه ده، چې راپورټر یې د مخاطبانو د پاملرنې د راجلبولو په موخه په خپل خاص مهارت سره، په ډېر راښکونکی او جالب انداز سره راوړی. اصلاً عنوان راپور ته د لوستونکو د ورماتولو په موخه راوړل کېږی.

که مو پام کړی وی، د ورځپاڼو لوستونکی لومړی د ورځپاڼې پر صفحو ځغلنده نظر تېروی او یوازې عنوانونه لولی، کوم عنوان چې ورته جالب او په زړه پورې ؤ؛ همغه مطلب د لوستنې لپاره انتخابوی.

نو په هره اندازه چې عنوان جذاب وی، په همغه اندازه به ډېر لوستونکی راپور د لوستنې لپاره انتخاب کړی.

له عنوانه وروسته لیډ یا افتتاحیه چې د راپور لومړۍ برخه او د راپور شیره هم ورته وایی راوړل کېږی، چې د خبر څو پوښتنو ته پکې ځواب هم ویل کېږی. لیډ کیدای شی، چې د یو مشهور شخص د خبرو او یا د موضوع پر یوې برخې داسې پیل شی، چې لوستونکی د پاتې مطلب لوستلو ته وهڅوی.

د لیډ په تعقیب د راپور په متن کې، خبریال موضوع په هر اړخیزه توګه تر څېړنې لاندې نیسی، د حقایقو رښتینولۍ په رڼا کې تحلیل او تفسیر کوی، نقل قولونه، اسناد او شواهد وړاندې کوی، او بالآخره د راپور په پای کې خبریال د راپور لمن رانغاړی. د موضوع شالید، او د موضوع د تېر حالت او تاریخی قدامت په اړه هم معلومات وړاندې کوی.

مأخذونه:

  • نذیر احمد سهار، د راپور لیکنې آرونه
  • سمندر، رحیم الله، د نوی ژورنالیزم آرونه، نبراسکا مطبعه، ۱۳۸۴ل.
  • عطیش، پوهنمل نقیب الله، لیکچر نوټ، شیخ زاید پوهنتون.
  • انټرنټ، د ژورنالیزم زده کړه، فیسبوک پاڼه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.