کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونو یو قاچاقبر له ۷۰ کیلو ګرامه قیمتی ډبرو سره نیولی دی.
د خبر پر بنسټ، د دغه قول اردو ویاند ویلی، چې تېره شپه د کونړ ولایت وټپور ولسوالۍ کې د دې قول اردو د عبدالله بن عباس رض دوهمې پلې لېوا اړوند دوهم ټولی ځواکونو یو قاچاقبر له ۷۰ کیلو ګرامه قیمتی ډبرو سره یو ځای نیولی دی.
د ده په خبره نوموړی قاچاقبر غوښتل چې یادې قیمتی ډبرې په سراچه موټر کې د کونړ له ماڼوګۍ ولسوالۍ څخه ننګرهار ته په غیر قانونی توګه انتقال کړی، چې د لارې په اوږدو کې د دوهم ټولی کشفی ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
د مسوولینو په وینا نیول شوی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ