کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تهران کې د افغان سفارت او د ایران هېواد په زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ د مسوولینو د هڅو په پایله کې د اووم ځل لپاره ۳۲ تنه افغان بندیان، چې د قانونی اسنادو د نه درلودلو له امله څه موده وړاندې د ایرانی پولیسو له لوری نیول شوی وو، آزاد او تېره ورځ تر غرمې وروسته نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ رییس ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو څلورو میاشتو کې ۱۹۲ تنه افغان بندیان په شپږو پړاوونو کې خوشې او د نیمروز مسوولینو ته سپارل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ