کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په شلو ولایاتو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د خبر پر بنسټ د هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست ویلی، چې نن پنجشنبه او سبا جمعه په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، مېدان وردګ، زابل، دایکندی او کندهار ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو امکان شته.
تر دې وړاندې هم د دغو ولایتونو په یو شمېر سیمو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالی او ځانی زیان اوښتی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ